افغانستان کې د CNG غازو مرکز جوړ شو

د انځور حقوق MEHR
Image caption تمه کیږي، چې دا ډول مرکزونه د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې جوړ شي.

په افغانستان کې په لومړي ځل په CNG غازو د اوبلنو غازو د اړولو مرکز جوړ شو.

CNG غاز په موټرو او جنراتورونو کې کارول کيږي.

هغه موټر چېCNG غاز کاروي، له دې وروسته له دغه مرکز څخه خپل د اړیتا وړ غاز اخیستی شي.

ددغې پروژې له موخو څخه یو هم په افغانستان کې د چاپېریال د ککړتیا مخنیوی دی.

دغه مرکز د افغانستان شمال لور ته په جوزجان کې جوړ شوی دی.

اوبلن غاز د افغانستان له غاز لرونکو سیمو د نل لیکې له لارې دغه مرکز ته لېږدول کيږي او په CNG غازو اړول کیږي .

دغه مرکز په ۲۴ ساعتونو کې ۱۸ زره مترمکعبه اوبلن غاز د CNG په غازو اړوي چې تر ډېره د غاز کارونکو موټرو لپاره لګول کیږي.

د افغانستان د کانونو وزارت ویاند جواد عمر وايي، د ګاډو لپاره د CNG غاز کارول په افغانستان کې د هوا د ککړتیا په مخنیوي کې ډېره مرسته کولای شي.

"د دغې پروژې موثریت په دې کې دی، چې له یوې خوا به افغانانو ته د کار زمینه برابریږي، له بلې خوا د هوا د ککړتیا مخنیوی کوي او بل هم د هغو کسانو لپاره په ارزانه بیه پرېوزي چې ګاډي يي، غازي دي او یا هم جنراتور کاروي".

تمه کیږي، چې دا ډول مرکزونه د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې جوړ شي او پطرولي او ډیزلي ګاډي د CNG په غازو سمبال شي.

تر دې وړاندې د افغانستان د چاپېریال ساتنې ادارې د افغانستان په ښارونو په ځانګړې توګه په کابل کې د ډېرو موټرو تګ راتګ د هوا د ککړتیا لامل بللی وو.

دغې ادارې همداراز خبرداری ورکړی و، چې دغې مسلې ته د نه پاملرنې له امله کېد ا ی شي، کابل ښاریانو ته خطرناکې ناروغۍ رامنځته شي.

ورته مطالب