د "ملا دادالله محاذ" د ارسلا رحماني د وژنې پړه ومنله

مولوي ارسلا رحماني د انځور حقوق BBC World Service
Image caption مولوي ارسلا رحماني د محمد دولت زوى له نن نه ٦٨ کاله وړاندې د پکتيکا ولايت په ارگون ولسوالۍ کې زېږېدلى و.

د افغانستان د مشرانو جرګې غړي او د سولې د عالي شورا مرستیال مولوي ارسلا رحماني د وژنې پړه د "ملا دادالله محاذ" په نامه یوې اورپکې ډلې پرغاړه اخیستې ده.

مولوي ارسلا رحماني د تېرې یکشنبې پر ورځ (ثور/غوايي ۲۴/ مۍ ۱۳) د کابل په لوېديځ کې له کوره پارلمان ته پرلاره وسله والو په ډزو وواژه.

د قاري حمزه په نامه یو کس چې ځان د "ملا دادالله محاذ" اورپکې ډلې ویاند معرفي کوي، پاکستان کې ځینو خبریالانو ته پر تیلې فون ویلي چې رحماني ددوی کسانو وژلی دی.

قاري حمزه اسلام اباد کې د بي بي سي یوه خبریال ته په یوه لنډ لېږلي تیلې فوني پیغام کې ویلي چې "ارسلا له نیواک ګرو ځواکونو سره همکاري لرله. هغه افغان ولس پلورلی. د ملا دادالله محاذ د هغه د وژنې پړه پرغاړه اخلي."

که څه هم د "ملا دادالله محاذ" په اړه ډېر معلومات نه شته، خو ملا دادالله د وسله والو طالبانو یو مخکنی جنګي قومندان و چې په ۲۰۰۷ کال د ناټو او افغان ځواکونو په ګډو عملیاتو کې هلمند کې ووژل شو.

ملا دادالله د طالبانو هغه مهم قومندان و، چې په ګڼو انسان تښتونو او وژنو کې یې وسله وال ښکېل وو او افغانستان کې یې اورپکو ګڼې چاودنې او بریدونه کول.

امریکايي وېبپاڼې "لانګ وار ژورنال" د تېر کال په لومړیو کې د "ملا دادالله محاذ" ډلې په اړه د یوې امریکايي استخباراتي سرچینې په حواله ویلي وو چې دا ډله د افغانستان په سوېل کې فعالیتونه لري، چې تر ډېره د القاعدې شبکې تاکتیکونه او ایدیالوژۍ کاروي.

Image caption د "لانګ وار ژورنال" وېبپاڼې په حواله، ملا ذاکر په ۲۰۱۰ کال د طالبانو یو جګپوړی پوځي قومندان وټاکل شو.

دې وېبپاڼې دا هم لیکلي وو چې ددې ډلې مشري د ګوانتانامو مخکني زنداني ملا عبدالقیوم ذاکر پرغاړه ده.

د افغاني چارو شنونکی وحید مژده پر دې اند دی چې ښاغلی ذاکر یو له هغو کسانو دی، چې په ۲۰۰۷ کال د طالبانو له لوري د نیول شوو کسانو د خوشي کېدو په بدل کې خوشی او تبادله شو.

د ښاغلي مژده په نظر، عبدالقیوم ذاکر له تبادلې مخکې له ګوانتانامو زندانه کابل ته لېږدول شوی او د څرخي پله په زندان کې ساتل کېده.

د "لانګ وار ژورنال" وېبپاڼې په حواله، ملا ذاکر په ۲۰۱۰ کال د طالبانو یو جګپوړی پوځي قومندان وټاکل شو.

وسله والو طالبانو د تېرې یکشنبې پر ورځ د مولوي ارسلا رحماني په وژنه کې لاس لرل رد کړل.

ورته مطالب