د نورو سیمو امنتي مسؤولیت هم افغانانو خپل کړ

Image caption په دې پړاو کې به د ټولو پاتې ولایتونو د مرکزونو امنیت افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

افغان ځوکونو ته د امنیتي مسؤولیتونو د لېږد درېیم پړاو په رسمي توګه د یکشنبې پر ورځ (د مۍ ۱۳) اعلان شو.

په کابل کې د امنیتي چارو د لېږد د کمیسیون رییس اشرف غني احمدزي وویل، په دې پړاو کې به د افغانستان ټول ۳۴ ولایتونه شامل وي، چې په بشپړېدا به یې د هېواد د ټولې خاورې ۷۵ سلنه امنیتي مسؤولیتونه د افغان ځواکونو پرغاړه پرېوځي.

د ښاغلي احمدزي په وینا، په دې پړاو کې به د ۱۱ ولایتونو امنیتي چارې په بشپړه توګه افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

له نړیوالو ځواکونو افغان هغو ته د افغانستان د پاتې ۱۱ ولایتونو د امنیتي چارو سپارلو لړۍ اعلان د یکشنبې پرورځ (د مۍ ۱۳) وشو.

د امنیتي چارو د لېږد کمیسیون رییس اشرف غني احمدزي خبریالانو ته وویل، د لېږد د بهیر اعلان د ولسمشر حامد کرزي تر نننۍ پرېکړې وروسته وشو.

په دې پړاو کې به د ټولو پاتې ولایتونو د مرکزونو امنیت افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

اشرف غني احمدي وویل، چې په دې پړاو کې د اروزګان، کاپیسا او پروان ولایتونو اداري واحدونه شامل دي، چې په وینا یې په درېیم پړاو کې ۱۱ ولایتونو کې د لېږد بهیر په بشپړه توګه پیل شي.

د ښاغلي احمدزي په وینا، په دې بهیر کې ټول ټال ۲۶۰ اداري واحدونه شاملېږي، چې د دې پړاو په بشپړېدو سره به د افغانستان د ټولې خاورې ۷۵ سلنه امنیتي مسؤولیتونه د افغان ځواکونو پرغاړه پرېوځي.

نوموړي دا هم وویل، چې د دغه پړاو تشریفاتي چارې به په اړوندو سیمو کې د امنیتي ځواکونو له لوري ترسره شي.

ښاغلي احمدزي وویل چې تر ۱۳۹۳ کال پورې باید افغان ځواکونه د نړیوالو ځواکونو بشپړ ځای ناستي شي.

چارواکي په ټوله کې د پولیسو د شمېرې پرله پسې زیاتوالی د مستقلې دفاع په برخه کې مهم پرمختګ بولي او د بریا بېلګې یې هغه سیمې یادوي چې تر دې مهاله د امنیتي مسؤولیتونو د لېږد په لومړي او دویم پړاو کې افغان ځواکونو ته سپارل شوي دي.

د دغه بار پورته کولو ته د چمتووالي له ډاډ سره سره ، د اړتیا وړ وسلو او نورو وسایلو کمی یوه جدي ننګونه یادېږي.

د شمېرو له مخې دا مهال په افغانستان کې د ملي پولیسو شمېر ۱۵۰ زرو ته رسېدلی دی.

چارواکي وایي که دغه شمېر پولیس په عصري او حمایوي تجهیزاتو سمبال شي، نو ان په خورا لیرې پرتو سیمو کې هم ولسي امنیت خوندي کولی شي.

په همدې ترڅ کې د نړیوالې ټولنې ژمنه دا ده چې تر ۲۰۱۴ کاله، یعنې افغان امنیتي ځواکونو ته د مسؤولیتونو د بشپړ لېږد تر مهلته به دغو ځواکونو ته د اړتیا وړ ټولې وسلې او تجهیزات برابر کړي.

ورته مطالب