افغان کتابونه په کراچۍ کې ایسار دي

Image caption په افغانستان کې د درسي کتابونو کمښت په وزارت د زده کوونکو نيوکې ډېرې کړي دي.

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي د پاکستان په کراچۍ بندر کې د ايسارو څلور ميليونه درسي کتابونو د راوړلو په تړاو يې له پاکستاني چارواکو سره خبرو پايله نه ده ورکړې.

د پوهنې وزير په وينا که څه هم د پاکستان د سر سر مشرانو له افغان ولسمشر حامد کرزي سره په خبرو کې افغانستان ته د دغو کتابونو د پرېښودو ژمنه کړې، خو تر اوسه يې عملي بڼه نه ده خپله کړې.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د درسي کتابونو کمښت په وزارت د زده کوونکو نيوکې ډېرې کړي دي.

د افغانستان د پوهنې وزير وايي امريکا په ټوليز ډول د ښوونځيو اووه ميليونه درسي کتابونه په دوبۍ کې چاپ کړي چې درې ميليونه يې د کراچۍ له لارې افغانستان ته رسېدلي دي.

فاروق وردک په کابل کې يوه خبري کنفرانس ته وويل پاتې څلور ميليونه کتابونه د پاکستان او امريکا ترمنځ د اړيکو د ترینګلتيا له امله د کراچۍ په بندر کې ايسار پاتې دي:

"موږ دلته په کابل کې د پاکستان سفارت ته، هلته په پاکستان کې د افغانستان سفارت ته، د بهرنيو چارو وزارت له لارې آن د مطبوعاتو له لارې دغه غوښتنه وکړه او يو سر خلاصی ليک مې وليکه چې سياست پر خپل ځای، خو د ماشومانو حق مه اخلﺉ، خو تر اوسه زموږ هېڅ هڅه نه ده بريالۍ شوې. تاسو چې د ۱۲ ټولګي کتابونه نه وينﺉ هغه په کراچۍ بندر کې ايسار دي".

پاکستان وروسته له هغه چې ۲۴ سرتېري يې د ناټو په يوه هوايي بريد کې د افغانستان پولې ته څېرمه ووژل شول پر ناټو له خپل هېواده تېرېدونکې اکمالاتي لارې تړلي، او دغه څلور ميليونه کتابونه چې د ناټو د اکمالاتي کاروانونو پر مټ افغانستان ته لېږدول کېدل، هم په کراچۍ کې ايسار شوي دي.

ښاغلی وردګ وايي ولسمشر حامد کرزي پر دغه ستونزه د پاکستان له ولسمشر او لومړي وزير سره خبرې کړي، خو سره له دې هم پاکستان، افغانستان ته د دغو کتابونو د لېږد اجازه نه ده ورکړې:

"د ۱۰ او ۱۱ ټولګي کتابونه رسېدلي دي، خو متاسفانه مخکې له دې چې د دولسم ټولګي کتابونه له دوبۍ نه د کراچۍ بندر ته د اورنټل کمپنۍ له لوري ورسېږي، د پاکستان او امريکا ترمنځ اړيکې ترينګلې شوې. له هماغې ورځې چې اووه مياشتې ترې تېرېږي زموږ کتابونه هلته ايسار دي".

افغانستان تر دې وړاندې د ترانزيت په برخه کې له پاکستان سره لويې ستونزې لرلې چې سوداګر وايي اوس تر يوه بريده هوارې شوي دي.

ورته مطالب