فاریاب او لغمان کې جلا چاودنو ۱۲ افغانان وژلي

چاودنه د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د هوا په تودېدو سره د حکومت ضد مخالفانو بریدونه هم ډېر شوي دي.

د افغانستان شمال لوېديځ فاریاب ولایت کې د ماین چاودنې د اوو افغانانو ژوند اخیستی دی.

په وژل شوو کې د فاریاب د ولايتي شورا یو غړی هم دی.

بل خوا په لغمان کې د سړک غاړې ماین چاودنې د ملي اردو لږترلږه پنځه سرتېري وژلي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د فاریاب ولایت غورماچ ولسوالۍ یوه روغتون ته څېرمه د چاودنې په قربانیانو کې د بادغیس ولایتي شورا غړی امان الله شهاب زی هم دی.

د وزارت له لوري خپره شوې اعلامیه وايي، دا چاودنه نن دوشنبه (ثور/غوايي ۲۵) سهار شاوخوا نهه بجې هغه مهال شوې، چې ولسي وګړي پر پېر او پلور بوخت ول.

تر اوسه ددې چاودنې پړه چا نه ده منلې، خو افغان امنيتي چارواکو د چاودنې پړه د افغانستان د خلکو پر دښمانو او ترهګرو اچولې ده.

پنځه سرتېري

بل خوا له لغمانه راپورونه وايي چې د ددغه ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنې د ملي اردو پنځه سرتېري وژل ي دي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د لغمان امنیتي چارې مخکې افغان ځواکونو ته سپارل شوې دي.

لغمان ولایت کې د ۲۰۱ دویمې قول اردو د لومړي کنډک قومندان ډګرمن شاه عالم بغلاني رسنیو ته ویلي چاودنه تېر ماښام (یکشنبه/ثور ۲۴) د الیشنک ولسوالۍ په کرنجاوه سیمه کې شوې ده.

نوموړی وايي چاودنه د ګزمې پرمهال شوې چې د ملي اردو دوه نور سرتېري هم په کې ټپیان دي.

په دې وروستیو کې د هوا په تودېدو افغانستان کې بریدونه او د ناامنیو پېښې ډېرې شوې دي.

د تېرې یکشنبې په ورځ د کابل په لوېديځ کې د سولې د عالي شورا مرستیال او د مشرانو جرګې غړی مولوي ارسلا رحماني له خپل کوره د پارلمان پر لوري په ګاډي کې وسله والو په ډزو وواژه.

د نوموړي د وژلو پړه پاکستان کې د ملا دادالله محاذ په نامه یوې اورپکې ډلې پرغاړه اخیستې ده.

ورته مطالب