افغانستان د کتابونو په نړيوال نندارتون کې لومړى راغى

Image caption چارواکي وايي هغه کتابونه چې د افغانستان په ننداريزه هټۍ کې ايښودل شوي وو، ٩٠ په سلو کې وپلورل شول.

دغه نندارتون چې په ايران کې جوړ شوى و ټول ټال په کې د نړۍ ٧٧ هيوادونو برخه اخستې وه.

افغانستان په دغه نندارتون کې څه باندې ۸۰۰ راز راز داسې کتابونه نندارې ته ايښي وو چې افغان ليکوالانو ليکلي دي.

د کتابونو دغه نړيوال نندارتون د ۱۰ ورځو لپاره د ايران په تهران ښار کې د نندارچيانو پر مخ پرانیستى و.

په دې ترڅ کې ٧٧ هيوادونو په ۲۰۰ ننداريزو هټيو کې خپل خپل کتابونه نندارې ته ايښي وو، افغانستان هم له څه باندې ۸۰۰ کتابونو سره په دغه نندارتون کې گډون کړى و.

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستيال وايي چې د افغانستان لومړي راتگ گڼ لاملونه لرل.

نوموړی وايي يو يې دا و چې په گڼ شمير کې مينه والو د افغانستان د کتابونو د ننداريزه هټۍ وکته.

"په ټوله کې چې کوم لاملونه د افغانستان د لومړي راتلو لامل گرځيدلي، د بېلو سرليکونو د کتابونو شتون، د نندارچيانو شمير، کلتوري فعاليتونه، د افغانستان په ننداريزه هټۍ کې شوې انځورگري، هغه کلتوري بحثونه چې د بېلو موضوعاتو په اړه په دغه اوونۍ کې د افغانستان په هټۍ کې وشول، دا ټول د دې لامل شول چې افغانستان په ٧٧ هيوادونو کې لومړی مقام خپل کړي".

چارواکي وايي هغه کتابونه چې د افغانستان په ننداريزه هټۍ کې ايښودل شوي وو، ٩٠ په سلو کې وپلورل شول.

دا لومړى ځل دى چې دغه هېواد د کتابونو په نړيوال نندارتون کې لومړى راځي.

دغه نندارتون له ۲۵ کلونو راهيسې په ايران کې پرانستل کيږي خو دا لومړى ځل و چې افغانستان په کې گډون وکړ.

په ورستيو کلونو کې په افغانستان کې د کتاب چاپولو کلتور د پخوا په پرتله گړندى شوى.

په تېر کې چې افغانستان او ايران د کتابونو کوم نندارتونونه جوړکړي وو، پښتو کتابونه به په کې نه وو، يا به يې شمير بيخي لږ و.

ورته مطالب