"افغان گاونډيان دې د مخالفينو له ملاتړه لاس واخلي"

سفير او شيرزى
Image caption د امريکا سفير په جلال اباد کې له والي گل اغا شيرزي سره خبري ناسته درلوده

د امريکا سفير راين کراکر د دوشنبې په ورځ (د مۍ ١٤ مه) د ننگرهار په مرکز جلال اباد کې يوې خبري ناسته کې وويل چې د افغانستان ګاونډيان دې د امريکا او افغانستان ترمنځ لاسليک شوى ستراتيژيک سند په غور وګوري او د حقاني ډلې په ګډون دې د ټولو وسله والو مخالفينو له ملاتړ څخه لاس واخلي.

سفير د کوم هيواد نوم وانه خيست خو په افغانستان کې له لويه سره د حقاني په ملاتړ پاکستان ملامتيږي.

سفير زياته کړه چې هېواد يې له افغانستان سره اوږدمهاله تعهد ته ژمن دى او دوى به له افغانستان سره په هر حالت کې ملګري وي.

سفير دا هم وويل چې ښايي تر ٢٠٢٤ کال وروسته د امريکا او افغانستان ترمنځ ستراتيژيک سند بيا تازه شي.

راين کراکر وويل چې د افغانستان ګاونډيان دې په ستراتيژيک سند ستراتيژيک فکر وکړي او ډاډ دې پرې ولري.

سفير د ملکي مرګ ژوبلې په اړه وويل اوس دغه پېښې لږې شوي او دوى پوره هڅه کوي چې ملکي تلفات نه وي.

کراکر د زندانونو په اړه د لاسليک شوي سند په تړاو وويل چې د سپتمبر په شپږمه به هغه شپږ مياشتنى وخت پاى ته ورسېږي چې د دوى له لوري افغان ځواکونو ته د توقيف خونو د ترلاسه کولو د بشپړ چمتووالي لپاره ورکړل شوى دى.

سفير وويل:''زه هيله من يم چې ډېر ژر به افغان ځواکونه د ځانګړو عملياتو د ترسره کولو وړتيا ومومي.''

د ننګرهار والي ګل اغا شېرزي وويل چې امريکايي سفير د ده د ادارې له بېلا بېلو چارواکو سره د امنيت، ښې حکومتوالۍ، اقتصادي پرمختګ،سولې بهير او افغان ځواکونو ته د واک لېږدونې په اړه خبرې کړې دي.

د هغه په وينا په ننګرهار کې يې د برېښنا صنعتي پارکونو، ولايتي بيارغونې ډلې د مرستو، امريکايي کونسلګرۍ پرانېستلو او کابل-جلال اباد د لويې لارې په اړه ستونزې هم ورسره شريکې کړې.

ورته مطالب