افغانستان له آمو سيمې تېل را وباسي

د انځور حقوق AP
Image caption افغانستان وايي د امو سیند د تیلو له حوزې د تېلو د راایستلو لومړني چارې پيل کړي

د افغانستان کانو وزارت وايي د آمو سين په سيمه کې يې د تېلو ايستل نژدې کړي او لومړنۍ بېلگې به يې په پنځو مياشتو کې ترلاسه شي.

چارواکي اټکل کوي چې په لومړي سر کې به د ورځې پنځه زره بېرله تېل له دغو څاگانو راوباسي او وروسته به دغه کچه پنځه ځله لوړه کړي.

سملاسي افغانستان په کال کې درې ميليونو ټنو تېلو ته اړتيا لري چې ټول له بهره راځي.

په افغانستان کې، چې تل یې حالت یو ډول نه وي، خلک تر ډېره خپلې هیلې په دغه هېواد کې له مهمو بدلونو او تاریخي پیښو سره تړي.

خو اوس مهال، چې د افغانستان او امریکا ولسمشرانو د اوږدمهالې ستراتیژیکې ملګرتیا تړون لاسلیک کړي، خلک یې یو ځل بیا خپلې راتلونکې ته هیله من کړي دي.

که څه هم افغانستان په تیر یوه کال له یو شمیر نورو هېوادونو سره هم تړونونه لاسلیک کړي خو سوداګر وايي له امریکا سره د ستراتیژیکې ملګرتیا د سند لاسلیکېدو د دوی د سوداګرۍ پر چارو اغېز پرې باسلی دی.

ورته مطالب