کونړ کې ښځې او ماشومان وژل شوي

د انځور حقوق AP
Image caption وسلوالو طالبانو د دې پېښې په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

د کونړ په وټه پور ولسوالۍ کې پر يوه کور د هاوان د څو مرميو د لګېدو له امله دوه ماشومان او يوه ميرمن وژل شوي او شپږ کسه نور ټپيان شوي دي.

د کونړ چارواکي وايي دا توغندي د وسلوالو مخالفينو له لوري توغول شوي چې ټول ټال څلور مرمۍ وې او د وټه پور په ولسوالۍ کې پر يوه کور لګېدلې دي.

د چارواکو په وينا په دې پېښه کې يو ماشوم او يوه ښځه ځاى پر ځاى وژل شوي او بل ماشوم وروسته د سختو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړې ده.

په بريد کې دوه نورې مېرمنې او څلور ماشومان ټپي شوي چې ټول د کونړ ولايت مرکزي روغتون ته وړل شوي دي.

د چارواکو په وينا درې نور هاوانونه د ولسوالۍ ودانۍ ته څېرمه پر شاړه ځمکه لګېدلي خو زيان يې نه دى اړولى.

وسلوالو طالبانو د دې پېښې په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

څو اوونۍ دمخه د کونړ د سولې د عالي شورا مشر او پخوانى جهادي قومدان مولوي محمد هاشم منيب د جمعې له لمانځه وروسته خپل کورته نژدې په خپلې ولسوالۍ وټپور کې په يوه ځانمرګي بريد کې له خپل زوى سره وژل شوى او يو ساتونکى يې ټپي و.

کونړ د افغانستان يو له نارامو ولايتونو څخه شمېرل کېږي.

ورته مطالب