ب. ح.خ کميسيون محلي پولیس په جرمنو تورن کړل

Image caption د بشري حقونو کميسيون وايي چې د سيمه ییز پوليسو په ليکو کې ٩٨ سلنه کسان نالوستي دي او تر څنگ يې مسلکي زده کړې هم نه لري.

دافغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسيون د يو رپوټ په خپرولو سره ويلي چې د دغه هېواد په بېلا بېلو سيمو کې د سيمه ییز پوليسو کړه وړه د دوى لپاره د انديښنې وړ دي.

په رپوټ کې ويل شوي چې په ډيرو برخو کې سيمه ييزو پوليسو ناامنيو ته لمن وهلې او د تاوتريخوالي د زياتنيدو سبب گرځيدلي دي.

دا رنگه دا هم ويل شوي چې په ټوله کې سيمه ییز پوليس د مرکزي حکومت اوامرو ته پام نه کوي او تر ډيره په دغو ليکو کې نيول شوي کسان يې هغه ټوپکوال ښودلي چې تر دې وړاندې يې د ناقانونه وسله والو ډلو او طالبانو سره تړاونه لرل.

خو د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د دغه رپوټ ډيرې برخې نه مني او وايي چې تر ٢٠١٤ کاله پورې به د سيمه ییزو پوليسو شمېر ٣٠ زره تنو ته لوړ کړي.

د افغانستان د بشري حقونو د رپوټ پر بنسټ که څه هم سيمه ییز پوليس تر يوه بريده د دغه هېواد په شمالي سيمو کې د سولې او ټيکاو په راوستلو کې گټور پريوتي خو وايي چې په ډيرو سيمو کې يې تاوتريخوالي او نا امنيو ته هم لمن وهلې.

د دغه رپوټ په يوه برخه کې راغلي چې د سيمه ییزو پوليسو په ليکو کې تر ډيره هغه ټوپکوال دريدلي چې پخوا يې يا د ناقانونه وسله والو ډلو سره تړاو لاره او يا هم د طالبانو په ليکو کې د افغان دولت پر ضد جنگيدلي دي.

د بشري حقونو کميسيون وايي چې د سيمه ییز پوليسو په ليکو کې ٩٨ سلنه کسان نالوستي دي او تر څنگ يې مسلکي زده کړې هم نه لري.

د بشري حقونو د کميسيون مشره سيما سمر وايي چې تر ډيره سيمه ییز پوليس د بشري حقونو نه په سر غړاوي او د نا امنيو په زياتيدو کې گرم دي او په وسله والو غلا غديو کې هم ښکيل دي.

کميسيون وايي چې دوى دغه موندنې د ۷۰ تنو مخورو سره د مرکو پر مټ چمتو کړي چې تر ډيره په کې د امنيتي چارواکو، ولايتي شوراگانو، قامي مشرانو، کارپوهانو، مخورو او نړيوالو ځواکونو د قومندانو سره په کې خبرې اترې شوي دي .

د دغه رپوټ له خپراوي نه لږه شيبه وروسته د افغانستان د کورنيو چارو وزارت په يو چټک غبرگون کې د کميسيون دغه رپوت رد کړ، خو دا يې هم وويل چې هغوى به د کميسيون د دغه وړ انديښنو په تړاو پلټنه وکړي.

د وزارت وياند صديق صديقي په افغانستان کې د سولې او ټيکاو په راوستلو کې د سيمه ییزو پوليسو چارې وستايلې او ويې ويل په پام کې لري چې د سيمه ییزو پوليسو شمېر تر ٢٠١٤ کاله پورې ۳۰ زرو ته لوړ کړي.

خو د بشري حقونو د کميسيون چارواکي د سيمه ييزو پوليسو په ليکو کې د ليک لوست د زده کړې بهير ته پاملرنه اړينه بولي او وړانديز يې دا دى چې له ٢٠١٤ کاله وروسته دې ټول سيمه ييز پوليس د ملي پوځ او نورو امنيتي څانگو سره يو ځاى کړاى شي.

خو دا مهال سيمه ييز پوليس د ملي پوليسو نه جلا عمل کوي او تر ډيره په هغو ځانگړو سيمو کې پر دندو بوخت دي چې ورته اړتيا ليدل کيږي.

تر دې مهاله د سيمه ييزو پوليسو شمېر ۱۱ زره تنه دى.

که څه هم چې د بشري حقونو کميسيون د دغو پوليسو په شته والي انديښنې ښوولي، خو افغان چارواکي وايي تر ډيره دغه پوليس د نا امنيو په کمولو کې گټور پريوتي دي.

ورته مطالب