م. م. :که مالي ژمنې ونه شي د افغانستان ټيکاو خطر کې دی

يان کوبېش د انځور حقوق AP
Image caption افغان امنيتي ځواکونه د کال څه باندې څلور مليارده ډالرو ته اړتيا لري.

ملګرو ملتو سبا د ناټو د جوړېدونکې سرمشریزې له ګډونوالو غوښتي، چې د افغانستان د راتلونکي ثبات لپاره د دغه هېواد له امنيتي ځواکونو سره خپلې اوږدمهالې مالي ژمنې په ډاګه کړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي يان کوبېش ويلي د ګډوډيو د مرکز له جوړېدو نه د افغانستان د ژغورلو او د تېرو لسو کلونو د قربانيو او خواريو د خوندی ساتلو لپاره دا مهمه ده چې د افغانستان لاس تر هغه ونیول شي چې پر خپلو پښو درېږي.

ښاغلي کوبېش خبرداری ورکړ که چېرې له افغانستان سره کافی مالي مرسته ونه شي، نو کېدای شي بيا یو ډېر بد حالت رامنځته شي.

دا چې په راتلونکې کې به د افغانستان د امنيتي ځواکونو لګښت څوک ورکوي؟ دا به په شيکاګو کې د ناټو د سرمشريزې د بحث يو مهم ټکی وي.

د ۲۰۱۴ کال تر پايه چې کله دا مهال مېشت يو سل او ديرش زره بهرني عسکر سوکه سوکه له افغانستان نه وځي، د افغانستان د حکومت لپاره د دې ډاډ ترلاسه کول مهم دي چې امنيتي ځواکونه به يې يوازې نه پرېښودل کېږي.

د دغو ځواکونو په وسلو سنبالول، معاش ورکول او د جګړې لپاره د چمتو ساتلو لپاره دغه ځواکونه د کال څه باندې څلور مليارده ډالر لګښت غواړي.

د افغانستان د امنيتي ځواکونو د غړو شمېر ورځ په ورځ ډېرېږي او ټاکل شوې چې د ۲۰۱۲ کال تر پايه تر ۳۵۰زره واوړي.

که څه هم دغه پيسې به په افغانستان کې د مېشتو بهرنيو ځواکونو تر اوسنيو لګښتونو ډېرې لږې وي، خو بيا هم د ناټو غړي او په افغانستان کې ښکېل نور هېوادونه زړه نازړه دي چې وار له مخکې اوږد مهالې ژمنې په ډاګه کړي.

څلور اعشاريه يو مليارد ډالر

د دغو پيسو زياتره برخه به خپله امريکا ورکوی، خو واشنګټن غواړي چې نور ملګري هېوادونه يې هم دغه بار ورسره کش کړي.

د امريکايي ولسمشر بارک اوباما حکومت غواړي په دغه څلور اعشاريه يو مليارد ډالره کې يو اعشاريه درې ميليارده يې ايتلافي هېوادونه ورکړي.

خو تر دې مهاله په دې تړاو یوزاې برتانیا، جرمنی او اسټراليا خپلې کلنۍ مرستې اعلان کړي چې شاوخوا څلور سوه ميليونه ډالره کېږي.

ځينو نورو هېوادونو هم شخصي ژمنې کړي، خو بیا هم دا کچه تر يوه مليارد ډالره نه اوړي.

زياتره لويديځ هېوادونه د روان اقتصادي بحران له کبله په ستونزو کې راګېر دي او له بلې خو د افغانستان د جګړې لپاره کورنی ملاتړ هم په کمېدو دی.

د دې ترڅنګ د افغانستان د حکومت دننه ستونزې او د ادارو د اصلاحاتو د بهیر سوکه والی هم د دې سبب شوی چې یو شمېر هېوادونه لاس ونيسي.

خو د دې هر څه سره سره هيله کېږي چې د مې مياشتې پر شمله او يوویشتمه په شيکاګو کې جوړېدونکې د ناټو په دغې مهمې غونډه کې به د پاتو پيسو ژمنه هم وشي.

د شيکاکو تر غونډې دوه مياشتې وروسته به د افغانستان په اړه بله مهمه نړیواله غونډه د جاپان په پلازمېنه ټوکيو کې د جولای په مياشت کې جوړېږي.

په دغه غونډه کې به له افغانستان سره د غير پوځي مرستو او د بيارغاونې په اړه د اوږد مهاله مرستو ژمنې په ډاګه کېږي.

ورته مطالب