د بار وړلو لپاره د قوانينو نشتوالي شکايتونه پارولي

Image caption د يو شمېر ترانسپورتي شرکتونو په وينا د سيمې ډېری هېوادونه افغانانو ته بېلا بېلې بهانې او ستونزې جوړوي.

په افغانستان کې د بار وړلو او ترانسپورتي شرکتونو ټولنې په هېواد کې د بار وړلو لپاره د قوانينو او سيستم له نشتوالي او د حکومت له نه ملاتړه شکايت کوي.

دوی وايي همدا لاملونه دي چې د سيمې هېوادونه د دوی د فعاليتونو پر وړاندې خنډونه او ستونزې جوړوي.

افغانستان چې غرنی او په وچه ايسار هېواد دی، د ترانسپورت په برخه کې تر ډېره په موټرو تکيه کوي، خو يو شمېر ګاونډي هېوادونه خپلې خاورې ته د دوی لارۍ موټر نه ور پرېږدي.

په وچه پروت افغانستان کولی شي د سيمې هېوادونو لپاره د يوه سوداګريز پله په توګه ثابت شي، خو سوداګر وايي دا هغه مهال شونې ده چې حکومت د دې لپاره يو لړ قوانين جوړ کړي.

دوی وايي که حکومت قوانين جوړ او ترڅنګ يې ظرفيتونه لوړ کړي، نو افغانستان به يوازې له ترانسپورتي لارې په کال کې ميليونونه ډالر تر لاسه کړي.

د افغانستان د بار وړلو او ترانسپورتي شرکتونو د اتحاديې مشر وايي افغان حکومت په تېرو لسو کلونو کې نه دی توانېدلی چې له دغه فرصته ګټه واخلي:

"متاسفانه زموږ په هېواد کې د ترانسپورت اهميت په سم ډول نه دی تشخيص شوی. دغه راز په دې برخه کې ځانګړي قوانين هم نه دي وضع شوي. يوه نيمګړتيا چې موږ يې لرو هغه د علمي او مسلکي ظرفيتونو او د حمل و نقل په برخه کې د تجربه لرونکو کدرونو نشتوالی دی. په دې مانا چې د ترانسپورت له سيستم نه د حکومت ملاتړ ډېر پيکه دی".

د افغانستان لارۍ موټر اوس یوازې د تاجکستان، ازبکستان، ايران او پاکستان تر بندرونو تګ راتګ کوي.

سره له دې چې افغانستان د څو نړیوالو او سيمه ييزو ترانسپورتي اتحادیو غړیتوب لري بیا يې هم لارۍ او موټر نورو هېوادونو ته نه شي ننوتی.

د يو شمېر ترانسپورتي شرکتونو په وينا د سيمې ډېری هېوادونه افغانانو ته بېلا بېلې بهانې او ستونزې جوړوي.

د لارو په اوږدو کې امنيتي ستونزې او بې موجبه د پيسو اخيستل نورې هغه ستونزې دي چې سوداګر ترې په کور دننه سرټکوي.

ورته مطالب