د رسنیو د نوي قانون مسوده "ګونګه" ده

Image caption د خبریالانو کاري مسوونیت، ځاني خوندیتوب او مالومات ته لاسرسی نور هغه موضوعات دي چې په مسوده کې روښانه نه دي.

په افغانستان کې د بیان د ازادۍ مدافع ډلې وايي د رسنیو د نوي قانون مسوده پيچلې او ګونګه ده.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنيو دنوي قانون لپاره نوې مسوده چې ۱۱۰ مادې لري جوړه کړې او د ارزولو لپاره یې په رسنيو کې چاپ کړې ده.

د افغانستان د خپلواکو ژورنالستانو ټولنه وايي په نوې مسوده کې مادې د پخواني قانون په پرتله نژدې دوه برابره شوي خو په ډیرو برخو کې روښانه نه دي.

خو د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکي بیا په نوې مسوده کې ګونګوالی نه مني او وايي د پخواني قانون په پرتله په کې ډیرې ستونزې حل شوي دي.

د افغانستان د رسنيو په قانون کې پخوا هم دوه ځلې بدلون راړول شوی وو.

په افغانستان کې دبیان د ازادۍ یو شمېر ملاتړي ډلې وايي د رسنیو د قانون لپاره نوې جوړه شوې مسوده کې پراخې ستونزې دي او په باور یې د رسنیو او ژورنالستانو اصلي ستونزو ته په کې ډیر پام نه دی شوی.

د افغانستان د خپلواکو ژورنالستانو ټولنه وايي نوې چمتو شوې مسوده ډیرې ارزونې او وخت ته اړتیا لري.

دغه ټولنه زياتوي چې په مسوده کې د رسنیو د عالي شورا د مشرتابه واک د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته ورکول شوی چې تر ډیره یې دخبریالانو انديښنې راپورته کړي دي.

د دغې ټولنې مشر خپلواک ساپي بي بي سي ته وویل په مسوده کې د ده په باور تر دې کچه مجهولې مادې راوړل شوي چې د ده په وینا قاضي یا څارنوال یې په هرډول تعبیرولی شي.

د خبریالانو کاري مسوونیت، ځاني خوندیتوب او مالومات ته لاسرسی نور هغه موضوعات دي چې په مسوده کې روښانه نه دي.

ښاغلی ساپی وايي د دې پر ځای چې د قانون په مسوده کې د ټولو رسنیو اړوند موضوعات راوړل شوي وای، تر ډیره پام دملي راډیو تلویزون او باختر اژانس تشکیلاتو ته شوی، چې په وینا يې باید په جلا ځانګړې مقرره کې ځای ورکړل شوی.

په مسوده کې د ټولنیزو رسنیو لکه فیسبوک او ټویټر په تړوا د موادو نه راوړل، بل هغه څه دي چې د ژورنالیستانو او لیکوالانو نیوکې پرې کیږي.

خو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي د مسودې په اړه د ژورنالستانو او نورو لیکولانو تر وړاندیزونه وروسته به ټولو هغو مواریدو کې بدولون راوړي چې اړتیا یې لیدل کیږي.

د رسنيو د نوي قانون مسوده ۱۱۰ مادې لري چې اطلاعاتو او کلتور وزارت یې د موادو د ارزولو لپاره په رسنیو کې چاپ کړې ده.

په تېرو لسو کلونو کې دا دریم ځل دی چې د افغانستان د رسنیو په قانون کې بدلون راوړل کیږي.

ورته مطالب