افغان پولیس د کابل ګزمې ته تياری نیسي

Image caption "هره ورځ په منځنۍ کچه له پنځو تر شپږو پولیس وژل کیږي".

د امریکا په شیګاکو کې د افغانستان په تړاو د ناټو دغونډې په درشل کې افغان حکومت تمه لري چې د افغانستان د پوځي ځواکونو د ملاتړ لپاره د نړیوالې ټولنې لا ډیرې مرستې راجذب کړي.

ټاکل شوې په دغه غونډه کې چې یکشنبه (مۍ ۲۰) جوړیدونکې ده ناټو د افغانستان لپاره د اوږدمهالو مرستو ژمنه وکړي.

افغان حکومت وايي د افغانستان پوځي ځواکونو په تېرو څو کلنو کې د پام وړ پرمختګونه کړي خو وايي اوس هم دغه ځواکونه د سمبالښت او زده کړو له پلو دنړیوالو مرستو ته اړتیا لري.

د افغان پولیسو یو کنډک سرتیري د کابل په شاوخوا سیمو کې د ګزمې لپاره چمتوالی نیسي.

د دې ګزمې موخه دا ده چې د ترهګریزو یا مشکوکو کړنو د ترسره کیدو مخه ونیسي.

دا دهغو پولیسو یوه برخه دی چې اصلي دنده یې د موټرو تالاشي او په ځانګړي ډول پلازمینې کابل ته دتلونکو لارو څارل دي.

دا هغه دنده ده چې خورا ځیرتیا ته اړتیا لري.

دغه پولیس وايي وسله والې ترهګرې ډلې معمولا له بهره کابل ته له تلونکو لارو دغه ښار ته چاودیدونکي توکي لیږدوي.

د افغانستان دکورنیو چارو وزارت وايي د تېرو کلونو په پرتله اوس ملي پولیس د وسلې او زده کړو له پلوه ښه سمبال شوي خو وايي لاهم په سرحدي سمیو کې له ننګونو سره مخامخ دي.

د دغه وزارت چارواکي وايي لا هم پولیسو ته د نورو ځواکونو په پرتله ډ‌یره مرګ ژوبله اوړي.

د وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي هره ورځ په منځنۍ کچه له پنځو تر شپږو پولیس وژل کیږي.

د کورنیو چارو وزارت وايي تمه لري چې نړیواله ټولنه به د افغانستان په تړاو د ناټو په شیکاګو غونډه کې چې یکشنبه (د مۍ ۲۰) پيلیدونکې ده افغان ملي پولیسو ته ډیر پام وکړي.

افغان حکومت وايي په تېرو څو کلونو د افغانستان پوځي ځواک د نړیوالې ټولنې د مرستو پر مټ په ډیرو برخو کې پرمختګونه کړي دي خولاهم د هوايي ځواک، د درنو وسلو او زده کړو په برخو کې ډیرې ننګونې لا پر خپل ځای پرتې دي.

دافغانستان د پوځي ځواک د پياوړتیا لپاره سل ګونه میلیونه ډالر په تېر څوکلونو په دې موخه لګو شوي چې پر مټ يې افغان ځواکونه وکړای شي په یوازې د افغانستان امنیت ټینګ کړي.

خو د ځینو په بارو لا یې هم ګڼې ستونزې پر مخ پرتې دي.

ورته مطالب