بهرني ځواکونه دې د بوتانو په سيمه کې الوتنې نه کوي

Image caption د باميانو ستر لرغوني بوتان څه باندې يوه لسيزه مخکې د وخت د واکمنو طالبانو له خوا د باروتو او لمبو په زور ويجاړ کړل شول.

په مرکزي ولايت باميان کې سیمه ییزو چارواکو له بهرنيو ځواکونو غوښتي دي، چې په تاريخي ځايونو او په ځانگړي ډول د بودا د ويجاړو کړل شويو بوتانو په سيمه کې ټيټې هوايي الوتنې ونه کړي.

چارواکي وايي بهرنۍ الوتکې د انځورونو اخستلو لپاره ډير ټيټ الوت کوي او ان کيني هم، چې وايي له دې کبله د ويجاړو بوتانو له ځايونو يو شمير سترې خاورينې ټوټې لويدلې دي.

د باميان د اطلاعاتو او کلتور مشر ابراهيم اکبري يو ځل بيا له بهرنيو ځواکونو وغوښتل چې له دې چارې لاس واخلي.

د باميانو ستر لرغوني بوتان څه باندې يوه لسيزه مخکې د وخت د واکمنو طالبانو له خوا د باروتو او لمبو په زور ويجاړ کړل شول.

خو اوس د ويجاړو کړل شويو بوتانو تش ځاى هم سيلانيانو ته زړه راښکون لري او د تېر مهال مينه پرې ماتوي.

او کله کله بيا د داسې ارزونو خبره شوې ده چې د دغو بوتانو بيا جوړول هم شونتيا لري.

خو اوس د باميان سیمه ییز چارواکي وايي چې په دغه سيمه کې د افغانستان ميشتو بهرنيو ځواکونو ټيټې هوايي الوتنې د بوتانو د ځاى د لا نورې ويجاړتيا لامل گرځي.

چارواکي وايي چې بهرني ځواکونه د انځورونو اخستو لپاره ټيټې الوتنې کوي او کله کله خو يې چورلکي په دغه سيمه کې ښکته کيږي هم.

د باميان د اطلاعاتو کلتور مشر ابراهيم اکبري وايي چې د همدې لمريز کال په وري مياشت کې د يو شمېر الوتکو د ټيټو الوتنو له کبله د بوتانو په ځاى کې ژور درزونه پيدا شول او دوه سترې خاورينې ټوټې لاندې پريوتې.

ښاغلي اکبري له بهرنيو ځواکونو وغوښتل چې د دغو تاريخي نښو نښانو د ژغورلو په موخه پر خپل ټاکلي تگلوري الوتنې وکړي.

"له بهرنيو ځواکونو غواړو چې له هوايي ډگره ورته کوم تگلورى ټاکل شوى دى بايد پر هماغه تگلوري تگ راتگ وکړي، نه دا چې د انځورونو اخستلو په موخه د بودا د بوتانو پر چاپيريال وگرځي. د بودا لوړوالى شاوخوا اتيا متره دی، دوى د انځورونو اخستو په موخه نيغ د دغو بوتانو مخکې ته تيريږي. دا يو راز لړزه رامنځ ته کوي، دا د دې لامل کيږي چې د بودا په تاخ کې درزونه پيدا شي او ټوټې يې پريوځي".

د باميان د اطلاعاتو او کلتور مشر وويل چې د دغه ولايت د کلتوري ماسټر پلان جرگگۍ هم پر دې اړه د ياد شوي ولايت د والۍ حبيبي سرابي په مشرۍ يوه غونډه وکړه او د بهرنيو ځواکونو پر دغه راز کړنو يې نيوکه وکړه.

پايله يې افغان امنيتي ځواکونو او د ولايتي بيا رغاونې ډلې ته وسپارله خو وايي دې چارې ته د پاى ټکې کې نښودل شو.

وسلوالو طالبانو د خپلې واکمنۍ په ترڅ کې د ٢٠٠١ ميلادي د فرورۍ پر ۲۶ نيټه د دغه غورځنگ د مشر د حکم او د مشرتابه شورا په تایيد سره د باميانو د بوتانو او نورو ورته لرغونو نښو نښانو د ماتولو پريکړه وکړه.

په پايله کې د دغو بوتانو په گډون گڼ نور بوتان هم مات کړل شول.

ورته مطالب