د ناټو سرمشريزه به څرنګه وي؟

د انځور حقوق AFP
Image caption تمه ده چې ولسمشر حامد کرزی به د اسټراليا د صدراعظم سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ ستراتېژيک تړون لاسليک کړي.

په شيکاګو کې د ناټو سر مشريزه د د ۲۰۱۲ کال د مۍ دمياشتې ۲۰-۲۱

د امريکا د شيکاګو په ښار کې جوړېدونکې دغه سرمشريزه چې د امريکا ولسمشر بارک اوباما يې کوربه دی د عامو خلکو پر مخې به تړلې وي خو د ناټو د کوربه توب کميټې ژمنه کړېده چې د مختلفو لارو به نړيوال د دغه تاريخي غونډې له جريانه خبروي.

دا د امريکا په تاريخ کې لومړی ځل دی چې له پلازمينې واشنګټن ډي سی پرته يو بل امريکايي ښار د ناټو د سرمشريزې کوربه توب په غاړه اخلي.

د يادونې وړ ده چې ولسمشر اوباما هم په اصل کې د شيکاګو اوسيدونکی او د ايلينوی د ايالت ايالتي او فدرالي سناتور په توګه يې دنده تر سره کړېده.

د شيکاګو د ښار اوسېدونکي د دغې سر مشريزې په هکله متضاد نظرونه لري.

يو شمېر يې د دغې سرمشريزې هرکلی کوي او هغه د دغه ښار لپاره له وياړه ډک بولي خو يو شمېر نور يې بيا د ورځني ژوند په وړاندې له خنډونو ډک او غير ضروري بولي.

د شيکاګو اوسيدونکي په تېره بيا د دغه سرمشريزې پر ضد د لاريونونو او احتمالي تاوتريخوالي څخه اندېښنه لري چې لا دمخه يې پر وړاندې تدابير نيول شوي دي.

په دغه سرمشرېزه کې د برخې اخيستلو لپاره د شاوخوا شپېتو هېوادونه څخه د ولسمشرانو سر بېره په زرګونو حکومتي چارواکي، ديپلوماټان او خبريالان راغونډ شوي دي.

Image caption د شيکاگو سرمشريزه دوه ورځي دوام کوي او د مۍ د مياشتې په ۲۱ نېټه پای ته رسېږي.

په دغو مشرانو کې د افغانستان او پاکستان ولسمشران هم شامل دي.

د افغانستان ولسمشر به د غونډو په څنډه کې د خپل امريکايي سيال بارک اوباما سره هم ووينې.

دغه راز تمه ده چې ولسمشر حامد کرزی به د اسټراليا د صدراعظم سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ ستراتېژيک تړون لاسليک کړي.

د سرمشريزې په څنګ کې يو زيات شمېر غونډې او بحثونه هم ترسره کېږي چې په مختلفو نړيوالو موضوعاتو به څرخي.

په هغو غونډو او بحثونو کې چې د عوامو پر وړاندې پرانيستې دي يو هم " ناټو له افغانستانه وروسته: د اروپا نظر" تر سرليک لاندې يو بحث دی چې د يکشنبې په ورځ (مۍ ۲۰) په ځايي وخت د سهار په نهو بجو پيلېږي.

د دغه بحث مشر مېلمه د پولنډ د بهرنيو چارو وزير ښاغلی روډسلاو سيکروسکی دی چې په افغانستان کې د ناټو تر تاريخې او مهم ماموريت وروسته د دغه اتحاد په راتلونکې ونډې غږېږي.

د سرمشريزې په څنډه کې يو بل بحث به په افغانستان کې د ښځو د ونډې په موضوع وي چې " افغاني ښځې: پرمختګ ته متعهدې" نومېږي.

په دغه ناسته کې به پر نورو مېلمنو سر بېره د افغانستان د بهرنيو چارو وزير زلمی رسول او د پارلمان غړې فرخنده نادري هم برخه اخلي او په افغانستان کې د ښځو په ونډه به بحث کوي.

دوی به په افغانستان کې د ښځو پرمختګونو ته اشاري کوي او پوښتي به چې د ۲۰۱۴ کال د پوځي ماموريت له ختمېدو وروسته به ناټو او نړيوال د افغانو ښځو ملاتړ ته څنګه ادامه ورکوي؟

دغه سرمشريزه دوه ورځي دوام کوي او د مۍ د مياشتې په ۲۱ نېټه پای ته رسېږي.

ورته مطالب