د راتلونکې په اړه د افغانانو هیلې او اندېښنې

د انځور حقوق
Image caption دري شپېته سلنه خلک په دې باور دي چې له ۲۰۱۴ کاله وروسته افغان ځواکونه کولاى شي په ځانته سر د خپل هېواد امنيت خوندي کړي.

په افغانستان کې د بي بي سي د نړيوال سرويس پښتو او فارسي څانګو په ګډه د دغه هېواد د راتلونکې په اړه په یو شمېر ولایتونو کې له ۱۳۱۷ کسانو سره مرکې کړې دي.

په دغې مرکو کې ديارلس اعشاريه اووه سلنه مرکه کوونکې يې ښځينه او شپږ اتیا اعشاریه درې سلنه نارينه دي.

د دغو مرکه کوونکو عمرونه له شلو نه واخله بيا تر پنځه شپيتو کالو تر منځ وو.

د دغو مرکو پنځوس سلنه په ښارونو او پنځوس نوره يې په کليو بانډو کې تر سره شوې ده، چې د پلازمېنې کابل په گډون، په کندهار، کندوز، خوست، بلخ، لغمان، ننگرهار، هلمند، پکتيا، غزني، هرات، بدخشان، نيمروز، کونړ او تخار ولايتونو کې د بي بي سي د کارکونکو پر مټ چمتو شوي دي.

بي بي سي په دغې نظر پوښتنه کې درې پوښتنې کړي دي:

۱ : ايا له ۲۰۱۴ کاله وروسته افغان ځواکونه په ځانته سر امنيت خوندي کولاى شي؟

۲ : ايا افغان ځواکونه له وسله والو مخالفينو سره د مقابلې انگيزه لري؟

۳ : ايا تاسې د خپل هېواد د راتلونکې په اړه هيله من ياست؟

په نظر پوښتنه اويا اعشاریه یو سلنې خلکو د خپل هېواد د راتلونکې په اړه هيله مندي ښکاره کړې او د هيله مندۍ دليلونه يې دا ښوولي وو:

  • د افغانستان او د نړيوالو پياوړو هيوادونو تر منځ د اوږدمهاله اړيکو لاسليک کېدل .
  • بيارغاونه
  • د پوهنې په برخه کې پرمختگونه
  • د خلکو تر منځ عامه پوهاوى
  • او د افغان امنيتي پياوړتيا

د نظر پوښتنې گڼو گډونوالو د ښوونځيو بيارغاونه، د سړکونو کريړونه، د روغتيايي خدمتونو زياتېدنه او د نورو هغو ټولگټو پروژړ يادونه يې کوله چې په تېرې لسيزه کې د افغان دولت او نړيوالې ټولنې په مټ رغول شوي دي.

خو نهه ویشت اعشاريه نهه سلنه خلک چې د خپل هېواد د راتلونکې په اړه هيله من نه وو، د نهيلۍ دليلونه يې داسې په گوته کول:

  • د ناامنيو زياتېدل
  • د اداري فساد شته والى
  • د گاونډيو هېوادونو لاسوهنه
  • او د افغان ډلو ترمنځ د بې باورۍ شته والى

ناسم پوهاوی

دا رنگه دوه پنځوس اعشاریه پنځو گډونوالو ويل چې افغان ځواکونه د دولت د مخالفو وسله والو په وړاندې جگړه کې ډېره وړتيا لري، هغوى په دې برخه کې دغه دليلونه په گوته کول:

  • د دښمن په اړه د افغان ځواکونو سم پوهاوى
  • د دغو ځواکونو د ښوونې او روزنې په برخه کې پرمختگ
  • او د اورپکو کمزوري کېدل

خو اووه څلويښت اعشاریه څلور سلنې گډونوالو ويلي چې افغان ځواکونه د افغان دولت د مخالفو وسله والو ډلو پر وړاندې کمزوري دي، د دغې ډلې خلکو استدلال دا و:

  • د پرمختللو وسلو او مهماتو نشتوالى
  • په افغان ځواکونو کې د نالوستو کسانو د شمېر ډېرېدل
  • د دغو ځواکونو په منځ کې د سياسي چارو نه ترسره کېدل
  • له دښمن نه د هغوى ناسم پوهاوى
  • او د نړيوالو له خوا د افغانستان ښکېلاک يا اشغالېدل
د انځور حقوق Ronna
Image caption د نظرپوښتنې ۳۷ سلنې خلکو دا خبره کوله چې افغان ځواکونه په ځانته سر نه شي کولاى د خپل هېواد امنيت ټينگ کړي.

دري شپېته سلنه خلک په دې باور دي چې له ۲۰۱۴ کاله وروسته افغان ځواکونه کولاى شي په ځانته سر د خپل هېواد امنيت خوندي کړي، دوى په ټوله کې دغه دليلونه د دې کار لاملونه په لاندې ډول بيان کړي دي:

  • د افغان ځواکونو پياوړي کېدل او پر ځان يې بسيا کېدل
  • له دغو ځواکونو سره د نړيوالې ټولنې اوږدمهاله ژمنې
  • د طالبانو او د دولت د نورو مخالفينو د وروستيو بريدونو پخپل وخت شنډول

خو ځينې نورو مرکه کوونکو د افغان ځواکونو پياوړتيا د هغوى پر زده کړو او په پرمختللو وسلو د هغوی سمبالولو سره تړلي بلل، او دا دليل يي هم راوړ گواکي تر هغې پورې چې د دغه هېواد هوايي ځواک په پښو نه وي درېدلى، نو دا چاره ناشونې ده.

ځينو نورو بيا د بهرنيو ځواکونو شتون په دغه هېواد کې د جگړې د غځېدا لامل باله او په دې باور وو چې که بهرني ځواکونه له دغه هېواده ووځي، نو ښايي جگړې هم ورسره پاى ومومي.

دا رنگه، ۳۷ سلنې خلکو دا خبره کوله چې افغان ځواکونه په ځانته سر نه شي کولاى د خپل هېواد امنيت ټينگ کړي د هغوى دليلونه دا وو:

  • د گاونډيو هېوادونو لاسوهنه
  • په پرمختللو وسلو د هغوى نه سمبالښت
  • د هوايي ځواکونو کمزورتيا د کافي انگيزې نشتوالى
  • او د هغوى په منځ کې د پراخه اداري فساد شته والى

ورته مطالب