ناټو له افغانستانه د وتلو مهال وېش تایید کړ

د ناټو سرمشریزه د انځور حقوق s
Image caption د پاکستان له لارې د ناټو د اکمالاتي لارې مسالې د ناټو پر سرمشریزه سیوری غوړولی و.

د شیکاګو ناټو سرمشریزې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او د ۲۰۱۳ کال تر نیمايي پورې افغان ځواکونو د امنیتي لېږد د بشپړېدو طرح تایید کړې ده.

دوی دا پرېکړه هم وکړه چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه به افغانستانه د ناټو جنګېدونکي سرتېري وځي او یوازې روزونکې ډلې به پاتې کېږي.

خو د امریکا ولسمشر بارک اوباما وویل چې: "څرنګه چې افغانان راپورته شوي، یوازې به نه پرېښودل کېږي."

ناټو دا هم ویلي چې د پاکستان له لارې افغانستان کې د خپلو ځواکونو د اکمالاتي لارې پرانیستو ته خوشبین دي.

پاکستان د ناټو پر اکمالاتي توکو د تېر کال په وروستیو کې وروسته تر هغه لار وتړله، چې ناټو پر پوله ۲۴ پاکستاني سرتېري په بمبارۍ کې ووژل.

د ناټو په دې دوه ورځنۍ سرمشریزه کې د ناټو د ۲۸ غړو هېوادونو په ګډون د ۵۰ هېوادونو مشرانو ګډون کړی و.

'سمه لار'

افغان ځواکونو ته د امنیتي چارو د لېږد په تړاو د ناټو اعلامیه وايي چې پرېکړه یې بېرته نه اخیستل کېږي او د ۲۰۱۴ کال ترپایه به ناټو هېڅ جګړه ییز ماموریت افغانستان کې ونه لري.

تر ټاکل شوې مودې پورې باید د ناټو ۱۳۰ زره پوځيان له افغانستانه ووځي.

پر همدې مهال، د امریکا ولسمشر بارک اوباما ژمنه کړې، چې افغانستان به یوازې پرېنږدي.

هغه وویل چې "افغان ځواکونه چې د پرمختګ او پیاوړتیا په درشل کې دي، خپلې ملګرتیا ته دوام ورکړو. "

نوموړي دا هم ویلي چې "ک چېرې افغان ځوکونه خپل مسؤولیت ونه پېژني، هېڅکله به چمتو نه شي."

بل خوا د ناټو سرمشري اندریس فو راسموسن له ۲۰۱۴ کال وروسته له افغان ځواکونو سره د مالي ملاتړ په تړاو ویلي چې له غړو هېوادونو به افغان ځواکونو ته د تمویل غوشتنه وکړي.

هغه خوښي ښودلې چې ځینو هېوادونو لا له وړاندې د افغان ځواکونو د تمویل لپاره ټټر وهلی دی:

د انځور حقوق na
Image caption شیکاګو کې د ناټو دغې دوه ورځنۍ سرمشریزې ته د ۵۰ هېوادونو او سازمانونو مشران وربلل شوي وو.

"موږ افغان ځواکونو ته د کال ۴ میلیارد ډالرو راغونډولو په درشل کې یو. دا یو مثبت خبر دی."

د پاکستان اکمالاتي لار

پر همدې مهال، د پاکستان له لارې د ناټو د اکمالاتي لارې مسالې د ناټو پر سرمشریزه سیوری غوړولی و.

د برتانیا لومړي وزیر ډیویډ کامیرون وویل چې "دا وضعیت د اندېښنې وړ دی، خو هیله من دی، که نن یې په اړه پرېکړه ونه شوه، راتلونکې کې به ددې لارې د خلاصون خبرې حتمي وي."

د ناټو سرمنشي راسموسن د اکمالاتي لارې په تړاو وویل چې "موږ دا وړاندویېنه نه کوله چې دا مساله به حل شي، خو په دې تړاو خبرو کې پرمختګ شوی دی."

راسموسن وویل چې ددې لارې په تړل کېدا افغانستان کې د ناټو پر عملیاتو چندان اغېز نه دی کړی، خو کله چې وتل پیلېږي، شاید لوجستیکي ستونزې راپورته شي.

ورته مطالب