د افغان پوځ ستاينه

افغان ځواکونه د انځور حقوق AP
Image caption د افغان بوخدي نيوز په نوم يوې وېبپاڼې د افغان امنيتي ځواکونو ستاينه په دې ټکو کې کړې: ''له طالبانو سره له جګړې نيولې د خلکو د زړونو تر ګټلو پورې''.

له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو له وتلو وړاندې د افغان پوځ فعاليت او مسوليت په ډېرېدو دی.

افغان امنيتي ځواکونو ته د امنيتي مسؤوليتونو د لېږد او د مالي وسايلو برابرول د امريکا په شيکاګو ښار کې د ناټو سرمشريزې د خبرو مهم ټکي وو.

د افغانستان د ګڼو ښارونو او ولايتونو د امنيت مسؤوليت افغان ملي اردو، ملي پوليس او ځانګړو ځواکونو ته سپارل شوی دی.

د افغان امنيتي ځواکونو د مسؤوليت په زياتېدو سره نه يوازې د ناټو غړي هېوادونه د دوی له فعاليت څخه خوښ ښکاري، بلکې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې نورو خلکو هم د ددوی ستاينه کړې.

د طالبانو لخوا په کابل باندې د روان کال د اپريل د مياشتې د پنځلسمې نېټې بريد يو عکس چې يو افغان کمانډو پکې په زخمي حالت کې د تګ پر مهال ښودل شوی، هغه په لاس کې کلاشنکوف نيولی او د چپ ورانه پورته خړ پتلون يې په وينو لړلی دی.

دغه عکس له افغان امنيتي ځواکونو څخه د ولسي ملاتړ يوه نښه ګرځېدلې او ددې څرګندونه په انټرنېټ او نورو رسنيو باندې هم له ورايه ښکاري.

د ویاړ شېبې

په سلګونو خلکو په فيسبوک باندې په دغه عکس نظر څرګند کړی دی. يوه کس ليکلي: ''دا زما د ژوند تر ټولو د وياړ شېبې دي چې يو رښتيني اتل ته ګورم.''

د عبدالاحد سباوون په نوم بل کس خپل نظر داسې څرګند کړی: ''الله ''جلّ جلاله'' دې زموږ ملي اردو نوره هم پياوړې کړي چې د هېواد او اسلام دښمنانو ته ماتې ورکړي.''

يو بل کس ليکلي: ''دغه عکس ته مې د خوښۍ اوښکې توی کړې، موږ پخپلو داسې اتلان وياړوو چې د دښمن د ماتولو لپاره خپل سر قربانوي، زموږ ساتنه کوي او موږ ته په ارام افغانستان کې د اوسېدو احساس راکوي.''

د اپريل په پنځلسمه چې طالبانو د کابل ښار په بېلابېلو برخو په يو وخت بريدونه وکړل نو افغان کمانډو او پوليس ځواکونه ورسره اتلس ساعته وجنګېدل. په دې بريدونو کې دوه افغان سرتېري او اوولس جګړه مار ووژل شول.

ناټو په سمدستي ډول د افغان ځواکونو د لاسته راوړنو يادونه وکړه او دا څرګندوي چې د دوی وړتياوې ورځ په ورځ په ډېرېدو دي.

د ايساف عمومي قوماندان جنرال جان الن وويل چې د افغان ځواکونو لخوا په دغسې ځواب باندې وياړي: ''دوی په بېړني ډول د پېښې ځای ته له سمې لارښوونې او پوره ملاتړ او مرستې سره ورسېدل، خپل هڅې يې همغږې کړې، د خلکو په ساتنه کې يې مرسته وکړه او جګړه مار يې مصروف وساتل.''

دا يو داسې پيغام دی چې ناټو يې د افغان پوځونو د روزنې، له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو د وتلو او افغان ځواکونو ته د امنيتي مسوليت د سپارلو په برخه کې ډېر وخت يادونه کوي خو له پوځي ډګر نه بهر ددې ډېر اغېز ښکاري.

د خلکو زړونه ګټل

د 'افغان بوخدي نيوز' په نوم يوې وېبپاڼې د افغان امنيتي ځواکونو ستاينه په دې ټکو کې کړې: ''له طالبانو سره له جګړې نيولې د خلکو د زړونو تر ګټلو پورې''.

تر ټولو ډېره د وياړ څرګندونه د ټولنيزې ملګرتيا په وېبپاڼو فيسبوک او ټويټر باندې ښکاره شوې، په دې وېبپاڼو باندې د افغان ملي اردو او ملي پوليسو په اړه ګڼې پاڼې جوړې شوي دي.

په يو عکس کې د افغان امنيتي ځواکونو د يوې ټولۍ دوه افسران ښودل شوي چې يوې ودانۍ ته د ننوتلو هڅه کوي، د دوی په زړورتيا باندې د ستاينې ګڼې جملې ليکل شوي دي.

Image caption د افغان امنيتي ځواکونو په اړه داسې څرګندونې د اپريل تر بريدونو وړاندې هم ليدل شوي او افغان حکومت د داسې احساساتو ملاتړ او روزنه هم کړی ده.

د ځوانانو يوې ډلې په يوه ټولنيز بحث کې ليکلي: ''که چېرې تاسې داسې کوم عکس وګورئ او له خوښۍ ورته ونه ژاړئ، نو تاسې افغان نه ياست.''

يوې بلې ډلې ويلي چې د افغان پوځ د ملاتړ په موخه به د کابل ښار سړکونه او کوڅې په پوسټرونو، سټيکرونو او معلوماتي پاڼو ډکې کړي.

د افغان امنيتي ځواکونو په اړه داسې څرګندونې د اپريل تر بريدونو وړاندې هم ليدل شوي او افغان حکومت د داسې احساساتو ملاتړ او روزنه هم کړی ده.

د روان کال په پيل کې د هغه سرتېرو د ستاينې په موخه د يادګېرنې غونډې جوړې شوې چې د ځانمرګو بريدنو په شنډولو کې يې خپل ژوند له لاسه ورکړی وې. د دوی وارثينو ته ځمکې او پيسې هم ورکول شوې.

ورته مطالب