بدخشان کې دوه بهرنیان، درې افغانان تښتول شوي

بدخشان د انځور حقوق bb
Image caption تر اوسه د دغو کسانو د تښتولو مسؤولیت چا نه دی منلی.

د افغانستان شمالي ولایت بدخشان چارواکي وايي وسله والو د یوې روغتیايي مؤسسې دوه بهرني ډاکټران له خپلو درو افغان همکارانو سره تښتولي دي.

تر اوسه د بهرنیو تښتول شوو هویت نه دی په ډاګه شوی.

د تښتول شوو هویت، نومونه او هغه مؤسسه چې دوی کار ورته کاوه، نه دي په ډاګه شوي.

د بدخشان سیمه ییزو چاروکو ویلي چې تښتول شوي کسان د یوې روغتیايي مؤسسې کار کوونکي دي، چې ددغه ولایت لیرې غرنیو سیمو کې یې روغتیايي خدمتونه مخته بېول.

په تښتول شوو کې د افغانانو له ډلې یې دوه روغتیايي کارکوونکي او بل ژباړن دی.

د بدخشان د والي دفتر وايي دا کسان د بدخشان ولایت راغ ولسوالۍ ته روان وو، چې په یفتل سیمه کې، چې له مرکز فیض اباد نژدې ۹۰ کیلومتره لیرې شمال لوري ته د سه شنبې له ماسپښین وروسته وتشتول شول.

راپورونه وايي چې دوی پر آسونو سپاره وو چې وسله واولو ودرول او ویې تښتول.

تر اوسه د دغو کسانو د تښتولو مسؤولیت چا نه دی منلی.

بدخشان د افغانستان له شمال ختيځو سړو او غرنیو سیمه یوه ده.

د روان کال په تېره اپریل میاشت کې هم ددغه ولایت له يوې ليرې پرتې سيمې د پوليسو پر يوې پوستې د وسله والو د بريد پر وخت څلور کسه وژل شوي وو او گڼ نور وسله والو تښتولی وو.

تېره میاشت د طالبانو ضد یو مخکنی قومندان نازک میر بدخشان کې ځانمرګي برید وواژه.

او د ۲۰۱۰ په اګست کې، برتانوۍ ډاکټره کیرن وو له شپږو امریکایانو، یوه جرمني اون دوو افغان ژباړنو سره پرلاره په دغه ولایت کې د وسله والو په یوه کمین کې ووژل شوه.

د طالبانو د واکمنۍ په کلونو کې دغه ولايت يو له محدودو ځايونو و چې هغوى ونه نېوۀ.

بدخشان ولایت له تاجکستان، چین او پاکستان سره ګډه پوله لري.

ورته مطالب