'د کابل بانک پوروړو لاهم ٪۹۰ پور نه دی ورکړی'

شیرخان فرنود او خلیل فیروزي د انځور حقوق Reuters
Image caption ولسي جرګه وايي د شیرخان فرنود او خلیل فیروزي جایدادونه د متحده اماراتو په دوبۍ ښار کې په ډاکه شوي او ډېر ژر به وپلورل شي.

افغان چارواکي وايي، د کابل بانک پوروړو لاهم د خپلو پورونو شاوخوا ۹۰ سلنه نه دي پرې کړي.

د کابل بانک د پورونو کچه ۸۱۹ میلیونه ډالرو ته رسېږي، چې د ولسمشر کرزي او د هغه د لومړي مرستیال قسیم فهیم وروڼه هم ددغه بانک د پوروړو په ډله کې دي.

د ا فغانستان ولسي جرګې نن (چارشنبه، مۍ ۲۳) د مالیې وزیر او د افغانستان بانک مشر او د کابل بانک د حسابونو د تصفیې مشر د یادې موضوع په اړه د ځواب ورکولو لپاره عمومي غونډې ته وربللي وو.

په داسې حال کې چې د ولسمشر کرزي د فرمان له مخې، د کابل بانک پوروړي ۱۵ ورځې وخت لري چې خپل حسابونه له دغه بانک سره پاک کړي، خو افغان چارواکي وايي چې د دغه بانک پوروړو تر اوسه هم خپله شاوخوا ۹۰ سلنه پورونه نه دي ورکړي.

د کابل بانک د حسابونو د تصفې رییس چې د مالیې وزیر او د مرکزي بانک له مشر سره د ځواب ورکولو لپاره ولسي جرګې ته وربلل شوي وو وویل، د کابل بانک کړکېچ له پیل راهیسې پوروړو یوازې ۱۰۰ میلیونه ډالره دغه بانک ته ورکړي او ۸۱۹ میلیونه ډالر ورسره پاتې دي.

عبدالحمید محبي د ولسي جرګې د غړو د ټینګار په پایله کې د کابل بانک د پوروړو نومونه په ډاکه کړل.

ښاغلي محبي وویل چې شیرخان فرنود، خلیل الله فیروزي، د ولسمشر د لومړي مرستیال ورور حسین فهیم، د ولسمشر کرزی ورور محمود کرزی، طاهر ظاهر، صوفي نثار، عبدالغفار داوي او ګلبهار حبیبي هغه کسان دي چې له کابل بانکه یې پیسې اخیستي دي.

دغه راز ښاغلي محبي وویل، د دغو کسانو په ځانکړې توګه د شیرخان فرنود او خلیل فیروزي جایدادونه د متحده اماراتو په دوبۍ ښار کې په ډاکه شوي او ډیر ژر به وپلورل شي.

د ښاغلو عبدالحمید محبي، نورالله دلاوری او عمر زاخیلوال خبرو ولسي استازو قناعت پوره نه کړ.

د مالي چارو او بودیجې د کمیسیون غړي صدیق احمد وړاندې شوي مالومات ناسم وبلل ویې ویل چې دوی هڅه کوې چې ولسي استازي وغولوي.:

''کوم څه چې دوی دلته وویل، دا بسنه نه کوي. دوی غوښتل چې موږ په ناسمه لاره یوسي، غوښتل یې چې مجلس وغولوي، زه فکر کوم چی نه پوښتنو او نه هم ځوابونو نه اړتیا شته، که ولسي جرګه توان لري نو دغه دوستان دې چې د بانک والۍ په برخه کې کار کوي کورونو ته ولېږي.''

استیضاح

د انځور حقوق Getty Images
Image caption کابل بانک د افغانستان تر ټولو لوی خصوصي بانک دی چې تېر کال د پیسو د کمښت له امله کړکېچ سره مخامخ او وروسته دیوالي هم شو.

په پای کې د ولسي جرګې مشر له دې امله چې د ښاغلو محبي، دلاوري او زاخیلوال څرګندونو ولسي استازي قانع نه کړل، نو د مالي چارو او بودیجې کمیسیون ته یې دنده ورکړه چې د یادو کسان د استیضاح لپاره دې د ۲۰ سلنه مجلس رایې غونډې کړي.

کابل بانک د افغانستان تر ټولو لوی خصوصي بانک دی چې تېر کال د پیسو د کمښت له امله کړکېچ سره مخامخ او وروسته دیوالي هم شو.

نوموړي چارواکي چې ولسي جرګې ته وربلل شوي وو، ویې ویل، ټاکل شوې د ولسمشر د فرمان له مخې په نژدې راتلونکې کې د کابل بانک د کړکېچ د عاملینو د محکمې لپاره ځانکړې محکمه او څارنوالي هم جوړه شي.

ورته مطالب