په ډله ييزه توگه د کډوالو راتګ ته اسانتياوې نه لرو

د انځور حقوق AP
Image caption پاکستان په تېرو دريو لسيزو کې د شاوخوا شپږ مليونه افغان کډوالو کوربه و.

افغان حکومت وايي که پاکستان افغان کډوال په ډله ييزه توگه له خپلې خاورې باسي، نو دوى يې د مېشتېدا لپاره په افغانستان کې هيڅ ډول اسانتياوې نه لري.

د خيبر پښتونخوا ايالتي حکومت تېره ورځ ويلي و چې د روان زيږديز کال د مۍ له ۲۵نيټې وروسته به ټول ناقانونه افغان کډوال د تورخم په پوله ور واړوي.

افغان حکومت وايي که څه هم هغوى تر دې مهاله د پاکستاني لوري نه په دې تړاو په رسمي بڼه څه نه دي تر لاسه کړي، خو وايي له پاکستاني چارواکو تمه لري چې د نړيوالو تړونونو له مخې له افغان کډوالو سره چلند وکړي.

په پاکستان کې د هغو افغان کډوالو د ايستلو وروستۍ نېټه د مۍ په ٢٥ نېټه پاى ته رسيږي چې وايي د کډوالۍ قانوني اسناد نه لري.

د خيبر پښتونخوا ايالتي چارواکو يوه مياشت وړاندې ويلي وو چې په دغلته ځيني نا قانونه افغان کډوال په نا امنيو کې ښکيل دي او د هغوى د خبرداري له مخې بايد دغه کډوال په ټاکلې نېټه له هغه ځايه پښې سپکې کړي .

خو د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وايي چې لا يې هم له هغه حکومته په رسمي توگه داسې څه نه دي تر لاسه کړي چې گواکې دوى دې افغان کډوال له پاکستانه راوباسي، خو وايي که چيرته داسې کيږي، نو حکومت يې د دې جوگه نه دی چې د دغو راستنيدونکو کډوالو لپاره په کور د ننه اسانتياوې برابرې کړي.

د دغه وزارت وياند اسلام الدين جرائت له پاکستانه غواړي چې د نړيوالو تړونونو له مخې دې له دغو کډوالو سره چلند وشي :

"موږ په تېر کې هم د ډله ييزو ستنولو تجربې لرو، هر کله چې زموږ دغو دوو گاونډيو له خپلو هېوادونو نه د افغان کډوالو په ډله یيزه توگه ايستلو او هغه په جبر سره لاس پورې کړى نو افغان حکومت يې له سرخوږي سره مخامخ کړى، ځکه موږ نه شو کولاى د هغو ستونزو ته ورسيږو. نه دومره امکانات په لاس کې لرو چې د دوى لپاره د ځاى ځايگي يا نورو برخو کې اسانتياوې برابرې کړو".

په کابل کې د کډوالو لپاره د ملگرو ملتونو عالي کميشنري (يو ان ايج سي ار) وايي چې د افغان کډوالو ستونزه هغه مهال په پاکستان کې هوارېداى شي چې دغه کډوال ځانونو ته قانوني اسناد بيامومي.

د دغې ادارې وياند نادر فرهاد پر افغان حکومت غږ کوي چې پر دغو ناقانونه کډوالو دې پاسپورتونه وويشي:

پاکستان په تېرو دريو لسيزو کې د شاوخوا شپږ مليونه افغان کډوالو کوربه و.

همدا اوس هم په هغه هېواد کې تر درې مليونو زيات افغانان اوسيږي چې له ډلې يې څه د پاسه يو ميليون کډوال د کډوالۍ پيژند پاڼې نه لري.

د ځينو شمېرو له مخې د دغو کډوالو اته لکه يې په خيبر پښتونخوا کې اوسيږي او شاوخوا دوه لکه نور يې د پاکستان په نورو سميو کې ميشت دي .

ورته مطالب