د ګازو د نل ليکې په برخه کې پرمختګ شوی

Image caption د گاز دغه نل ليکه به په کال کې تر ۳۰ ميليارده متر مکعب څخه ډير گاز له ترکمنستانه پاکستان او هند ته ليږدوي.

افغانستان، ترکمنستان، پاکستان او هندوستان يو داسې تړون لاسليک کړى چې پر بنسټ به يې د گاز ستره نل ليکه د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته وغځول شي.

دا نل ليکه به نژدې دوه زره کيلو متره اوږده وي، چې ډيره برخه به يې د افغانستان له خاورې تيريږي.

افغانستان به د گاز ددغه نل ليکې له کبله هر کال ۴۰۰ ميلونه ډالره تر لاسه کوي.

د گاز د نل ليکې دغه لويه پروژه چې تاپي بلل کيږي د کارپوهانو په باور افغانستان، پاکستان او هندوستان ته خورا ډير ارزښت لري.

نل ليکه به تر ۲۰۰۰ کيلو مترو ډيره اوږده وي چې تر ۱۰۰۰ کيلو مترو ډيره به د افغانستان په خاوره کې غځيدلې وي.

د گاز دغه نل ليکه به په کال کې تر ۳۰ ميليارده متر مکعب څخه ډير گاز له ترکمنستانه پاکستان او هند ته ليږدوي.

دا چې نل ليکه له افغانستانه تيريږي نو دغه هېواد ته به اقتصادي گټې هم ولري.

د افغانستان د کانونو وزير وحيدالله شهراني وايي يوه گټه يې داده چې دغه هېواد به په کال کې لږ تر لږه ۴۰۰ ميلونه ډالر تر گوتو کوي، بله دا چې په افغانستان کې به ټيکاو ته لاره هواره کړي.

"افغانستان ددغه نل ليکې د حق العبور او ترانزيت له کبله په کال کې لږ تر لږه ۴۰۰ ميلونه ډالر تر لاسه کړي چې موږ ته دا ډيره ارزښتناکه ده.دا چاره د ټيکاو په برخه کې له موږ سره ډيره مرسته کوي، چې سمه یيز هېوادونه خپلې اوږدمهالې،ستراتيژيکې او روا گټې په دغه راز پروژو کې وگوري اړ وځي چې د افغانستان په ارزښت ځانونه پوه کړي او د دغه هېواد ارزښت د احساسولو تر څنگه هڅه کوي چې د افغانستان ټيکاو ټول په ټوله د دغو هېوادونو په گټه دى. دا يوه داسې پروژه ده چې په بشپړ ډول د افغانستان په گټه ده،او همدا راز د سمه یيزو هېوادونو په گټه ده."

د تړون له مخه افغانستان حق لري چې هر کال له دغې نل ليکې څخه له ۵۰۰ ميلونه متر مکعب گاز نه نيولې تر ۱۵۰۰ سوه ميلونه متر مکعب پورې گاز واخلي.

افغان چارواکي وايي چې د دغه اندازه گاز د پيرلو لپاره به يو بيل تړون لاسليک شي.

د نل ليکې د غځولو لگښت ٧٥٠ ميليارده ډالره اټکل شوى چې اسيايي پر مختيايي بانک يې ورکوي.

د دغې پروژې خبره په ١٩٩٠ ميلادي کال راپورته کړل شوې وه، خو د تړون له مخه به يې عملي چارې په ٢٠١٤ کال کې پيل شي.

امنيتي ننگونې د دغې پروژې پر لاره ستر خنډ بلل کيږي، خو افغان حکومت وايي چې د نل ليکې د امنيتي خونديتوب په موخه ځانگړى پلان لري.

دا تړون له هغه اند سره په سيالۍ کې لاسليک شو چې ويل کيدل نل ليکه بايد د افغانستان پر ځاى د ايران له خاورې تيره شي.

ورته مطالب