د هرات اقتصادي حالاتو په اړه د و.جرګې د پلاوي اندیښنې

Image caption د هرات سیمه ییز حکومتي چارواکي بیا وایي سوداګرو ته په دې ولایت کې د پام وړ اسانتیاوې برابرې شوي.

د ولسي جرګې د اقتصادي کمیسیون پلاوي د هرات د ګڼ شمېر سوداګرو او پانګه والو سره د لیدنې وروسته په دې ولایت کې د اقتصادي حالاتو په هکله اندیښنې څرګندې کړي.

په دې غونډه کې سوداګرو ویلي چې د سړي تښتونې پېښو، په صنعتي مېنو او نورو برخو کې د اړینو آسانتیاوو نشتوالی او په ځینو دولتي څانګو کې ادراي فساد د دوی د پرمختګ مخه نیولې.

د ولسي جرګې د اقتصادي کمیسیون مشر میر رحمان رحماني هم په دې تړاو د حکومت له خوا د جدي اقداماتو د اړتیا خبره کوي.

نوموړی وایي:

"که په رښتیا موږ د دې موضوعاتو مدیریت و نه شو کولای، اوس مهال په دې برخه کی ۷۰ په سلو کی سوداګرۍ زیان کړی او ۲۰۰فابریکې د بندېدو په حال کې دي. تاسو پوهیږﺉ چې د یوې فابریکې د بندېدو سره څومره خلک بې کاره کیږي. تر هغو چې موږ خپله تولیدات و نه لرو، ښکاره خبره ده چې د یوه وارداتي هېواد یوه برخه یو".

د مجیدي سوداګریز او صنعتي شرکتونو مشر او په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو یو استازی فرهاد مجیدي هم وایي چې که حکومت اړین ګامونه اوچت نه کړي نو په وینا یې د هرات په صنعتي مېنه کې تر اوسه فعاله ساتل شوي کار ځایونه به هم بند شي.

د هرات سیمه ییز حکومتي چارواکي بیا وایي سوداګرو ته په دې ولایت کې د پام وړ اسانتیاوې برابرې شوي او د دوی په وینا د اقتصادي پرمختګ بهیر هم د پام وړ دی.

د هرات د والي ویاند محی الدین نوري وایی :

" یو شمېر ستونزې دي چې باید مرکزي دولت یې حل کړي. په سیمه ییزه اداره کې موږ سوداګرو ته ډیرې اسانتیاوې برابر کړي . نن که د هرات د ګمرک عواید ۳۰ سلنه پورته ځي، دا په دې مانا ده چې دلته سوداګرۍ ته سهولت زیات شوی. له بلې خوا صنعتي مېنې ورځ په ورځ وده کوي او تاسو وینﺉ چې سږ کال یوازې سل ملیونه ډالر په دې مېنو کې پانګونه شوې. د دې ترڅنګ د سوداګرو لپاره د سهولتونو د برابرولو په برخه کې د هرات ۱۵ کلن لید لوری مو جوړ کړی چې سوداګر کولای شي پر بنسټ یې د پانګونې هدف مشخص کړي"

هرات د افغانستان به لويدیځ کې د نسبتآ پراخو اقتصادي ظرفیتونو لرونکی بلل کیږي خو اوس ټینګار پر دې دی چې باید دولت د خصوصي څانګو سره په ګډه د دغه ظرفیتونو څخه د ښې ګټې اخستنې په موخه جدي ګامونه اوچت کړي.

ورته مطالب