"د ځواکونو له وتلو وروسته به هم له افغانستان سره همکار يو"

Image caption فرانسه په افغانستان کې شاوخوا څلور زره سرتېري لري.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند چې په یوه ناڅاپي سفر افغانستان ته راغلی و، وویل چې د روان عیسوي کال تر پایه به د فرانسې پوځي ماموریت په افغانستان کې پای ته ورسیږي.

نوموړي د افغان ولسمشر حامد کرزي سره په یوې ګډې خبري غونډه کې زیاته کړه چې په ملکي برخو کې به فرانسه د افغانستان سره اوږد مهاله همکاري ولري.

دغه راز ښاغلي اولاند وویل چې د ۲۰۱۲ کال تر پایه به ۲۰۰۰ فرانسوي سرتېري له افغانستان نه ووځي او پاتې هغه به د اوستادانو په توګه د افغان پوځیانو د زده کړې په برخه کې د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو سره همکاري ولري.

ښاغلی اولاند د خپل سفر په پیل کې په کاپیسا ولایت کې د خپل هېواد له سرتېرو سره وکتل او هغوی ته یې وویل چې په افغانستان کې يې جنګي ماموریت د روان کال تر پایه بشپړ کیږي.

دغه راز افغان ولسمشر حامد کرزي وویل، د نړیوالې ټولنې سره د افغان امنیتي ځواکونو د تجهیز او زده کړې په اړه خبرې روانې دي، او هیله یې وښوده چې په دې اړه جدي پریکړې وشي.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند د خپل ناڅاپي سفر موخه د افغانستان سره د اوږد مهاله مرستو ژمنه او په کاپیسا کې د خپل هېواد له پوځیانو سره کتل او هغوی ته د روان کال تر پایه د هغوی د ماموریت د ختمېدو خبر ورکول په ګوته کړل.

نوموړي وویل د روان کال تر پایه به یې د هېواد ۲۰۰۰ سرتیري له افغانستان نه ووځي او پاتې برخه به یې د مربیانو په توګه د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو سره د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې په برخه کې مرسته کوي

"د ۲۰۱۲ کال تر پایه به په افغانستان کې د فرانسې هیڅ جګړه ییز ځواک پاتې نه شي. موږ به له افغانستان نه شاوخوا ۲۰۰۰ پوځیان وباسو. د ۲۰۱۳ کال په پیل کې به د څو میاشتو لپاره یو شمېر فرانسوي پوځیان د درنو پوځي تجهیزاتو د ایستلو لپاره په افغانستان کې پاتې شي.خو موږ به یو شمېر پوځې تجهیزات افغان امنیتي ځواکونو ته پریږدو تر څو هغوی په هغه سیمو کې چې موږ پرې ایښي د عملیاتو د کولو وړتیا ولري".

ښاغلي اولاند دغه راز وویل چې د فرانسې د پوځیان له وتلو وروسته د دغه هېواد شتون به افغانستان کې سمبولیک نه وي او هېواد به یې په بېلا بېلو ملکي برخو کې لکه روغتیا، کلتور، اقتصاد، انرژی او کروندګرۍ کې له افغانستان سره همکاري ولري.

"کله چې په ۲۰۱۳ کال کې په افغانستان کې هیڅ فرانسوي جګړه ییز ځواک پاتې نه شي، موږ به یو شمېر اوستادان د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو سره د همکارۍ لپاره پریږدو. موږ به په هوایي ډګرونو او روغتونونو کې هم پاتې شو. موږ به په ملکي او اقتصادي برخو کې مرستې وکړو".

د فرانسې ولسمشر ټینګار وکړ چې په ملکي برخو کې به له افغانستان سره خپلو همکاریو ته پراختیا ورکوي.

دغه راز افغان ولسمشر حامد کرزي وویل، د نړیوالې ټولنې سره د افغان امنیتي ځواکونو د تجهیز او زده کړې په اړه خبرې روانې دي، او هیله یې وښوده چې په دې اړه جدي پریکړې وشي.

دا مهال فرانسه په افغانستان کې تر ۳۰۰۰ ډير سرتېري لري او ډیری یې په کاپيسا ولايت کې مېشت دي.

همدا رنګه د دغه هېواد ۴۰۰ سرتېري په ٢٠١١ کال کې وروسته له هغه چې یو افغان سرتېري ۴ فرانسوي هغه ووژل له افغانستان نه ووتل او ټاکل شوې ده، چې د وتلو دغه بهير يې د روان کال تر پايه بشپړ شي.

تر اوسه په افغانستان کې د فرانسې له ٨٠ زيات سرتېري وژل شوي دي.

د فرانسې ولسمشر په داسې حال کې افغانستان ته راغلی او د روان کال تر پایه د خپل پوځیانو د پوځي ماموریت د ختمېدو خبر ورکوي چې ځینې پوځي کارپوهان وایي افغان امنیتي ځواکونه به په هغه سیمو کې له ستونزو سره مخامخ شي چې فرانسویان ترې وځي.

خو تر دې وړاندې د افغانستان د دفاع وزارت چارواکو ویلي و د فرانسوي سرتېرو وتل به په هغه سیمو هیڅ اغیز ونه کړي چې هغوی په کې دیره دي.

د افغانستان امنیتي چارواکي وایي امنیتي ځواکونه همدا اوس په دغو سیمو کې د امنیتي مسوولیت په غاړه اخیستو ته چمتو دي.

ورته مطالب