افغانستان د کانونو لپاره کادرونه مسلکي کوي

حاجيګک د انځور حقوق BBCPersian.com
Image caption د افغانستان د کانونو وزرات چارواکي وايي تر دې دمه یې یو شمېر افغانان د مسلکي زده کړو په موخه استرالیا، زمبیا، سویلي افریقا، برازیل او هند ته هم لیږلي دي.

په وروستیو څو کلونو کې په افغانستان کې د کانونو د را ایستلو او له یو شمېر نړیوالو کمپنیو سره د تړونونو په ترسره کېدوه سره اوس افغان چارواکي هڅه کوي چې په کور دننه مسلکي او وړ کادرونه ولري.

افغان چارواکي وايي د کانونو په برخه کې د مسلکي کادرونو د روزلو په موخه به ډېر ژر دوه ستر انستیتونه جوړ کړي.

په دغو انستیتونو کې به د افغانستان د کاني زیرمو سره سم په مسلکي برخو ډېر تمرکز کیږي.

د افغانستانو د کانو وزیر وحید الله شهراني په وینا مخکې تر دې په افغانستان کې د کانونو چارې دومره پراخې نه وې، یوازې څو محدودې پروژې موجودې وې چې چارې یې روسانو پر مخ بېولې.

د کانونو وزیر په وینا ددغو تعلیمي موسسو د جوړولو د چارو پلان بشپړ شوی او چارې به یې ژر پیل کړي.

ښاغلی شهراني زیاتوي دوی په هېواد کې د لا ښو او وړ کادرونو د روزلو لپاره د دوو سترو انستیتونو د جوړولو چارو پلان اوس خپل وروستي پړاو ته رسېدلی دی:

''ژمنې یې شوې دي، موافقه یې لاسلیک شوې، هغه سرچینه چې له موږ سره په دې برخه کې مرسته کوي څرګنده شوې او آن د هغه د پلي کولو پلان هم جوړ شوی دی. ځمکه مو هم ورته ځانګړې کړې، چې یو یې په کابل او بل یې د افغانستان په یوه بل ولایت کې جوړیږي''.

ښاغلی شهراني وايي په دغو انستیتونو کې به تر ډېره پر هغو مسلکي برخو تمرکز کیږي چې کاني زیرمې یې په افغانستان کې موجودې دي:

''هغو برخو ته ډېره پاملرنه کیږي چې کانونه یې په افغانستان کې شته، لکه اوسپنې، فلزات، نفت او غاز، ساختماني مواد او قیمتي او نیمه قیمتي مواد''.

د افغانستان د کانونو وزرات چارواکي وايي تر دې دمه یې یو شمېر افغانان د مسلکي زده کړو په موخه استرالیا، زمبیا، سویلي افریقا، برازیل او هند ته هم لیږلي دي، چې تر ډېره په اکاډیمکو او تجربوي برخو کې په زده کړو بوخت دي.

ورته مطالب