ولسي جرګې د کابل-واشنګټن ستراتیژيک تړون تصویب کړ

ولسي جرګه
Image caption یوازې څلور وکیلان د تړون په نه تصویبېدو رایې ورکړې.

افغان ولسي استازو له امريکا سره د ستراتيژيکو همکاريو سند چې د مې په سر کې لاسليک شوى و، په لوى اکثريت تصويب کړ.

سند په افغانستان کې د امريکا اوږد مهالي پوځي شتوالي ته لار پرانيزي، که څه هم ټينگار کوي چې دا به د پوځي اډو د جوړولو مانا ونه لري.

د دغه سند تر ټولو نانديره ييزه برخه چې پوځي مسايل رانغاړي، لا د چمتو کېدل په حال کې ده.

په هغه کې مهمه مساله پر امريکايي عسکرو د افغان قوانينو پلي کېدل چې امريکا يې په تېر کې کلک مخالفت کړى دى.

د افغانستان ولسي جرګې د کابل- واشنګټن ترمنځ د اوږدمهاله ستراتیژیکو اړیکو تړون د شنبې په ورځ (مۍ ۲۶) په اکثریت رایو تصویب کړ.

د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژيک تړون د تصویب پرسر د ولسي جرګې نننۍ غونډه په شور او زوږ، مثبت او منفي غبرګونونو پیل شوه.

د ولسي جرګې مشر عبدالرؤوف ابراهیمي د وروستۍ پرېکړې په اعلان سره وویل چې دا تړون د پنځو مخالفو رایو او غوڅ اکثریت سره تصویب شو.

له څه باندې دوو سو حاضرو وکیلانو، ۱۹۵ استازو مثبت رایه ورکړه، یوازې پنځو منفي رایه وکاروله او درې نور بیا پرته له دې چې په رای اچونه کې ګډون وکړي، د اعتراض په توګه له جرګې ووتل.

ځینو غړو ټینګار کاوه چې د جلسې جریان دې د ملي تلوېزیون له لارې په ژوندۍ بڼه خپور شي، خو دا کار ونه شو.

له دې کاره ددغو وکیلانو دلیل دا و چې په وینا یې د تړون مخالف هېوادونه وپوهېږي چې ولسي جرګه یې په تصویب کې په غوڅ اکثریت پرېکړه کوي.

په پام کې وه چې د جرګې استازو ته په نننۍ ناسته کې د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار رنګین دادفر سپنتا د تړون په اړه توضیحات ورکړي، خو د جرګې ګډوډۍ هغه ته د خبرو اجازه ورنه کړه.

خو پوښتنه دا ده چې دا تړون ولې په غوڅ اکثریت تصویب شو، ددغه سند د تصویب د پلویانو له ډلې شکریه بارکزۍ یې سبب داسې په ډاګه کوي:

ناځوانه ګاونډيان

''دا رایه ورکول د افغانستان د ملي ګټو په خاطر وه، دا رایه د یوه خپلواک، ازاد افغانستان لپاره وه، نن رایه ورکول افغانستان د خپلو ناځوانه ګاونډيو هېوادونو له لاسه د وتلو رایه وه.''

که څه هم د تړون د تصویب مخالفین لږ و، خو د جرګې له تالاره یې وتلو رسنۍ پرځان ورماتې کړې، قربان علي عرفاني یو له دغو مخالفانو و:

''که څه هم په ۲۰۰۳ کې دا تړون لاسلیک شوی، د خوندیتوب موضوع هم لاسلیک شوې چې هر امریکایی، شرکت او د امریکا اړوند کارکوونکي باید قضايي مصؤونیت ولري، هېڅوک پر هغوی د تېري حق نه لري. په داسې حال کې موږ ددغه تړون په اړه هغه مهال د بحث کولو غوښتنه لرله چې افغانستان کې د امریکا ددایمي اډو مساله یاده شوې وای، بل دا چې په دې تړون کې د افغانستان د خلکو د دین او اسلام مساله نه ده مطرح شوې، یوازې دیموکراتیکو ارزښتونو ته پام په کې شوی. افغانان مسلمانان دي او باید ددوی دیني ارزښتونو ته درناوی وشي.''

د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژيکو همکاریو تړون د روانې مۍ میاشتې په لومړیو کې کابل کې د بارک اوباما او حامد کرزي ترمنځ لاسلیک شو.

ددغه تړون له مخې به دواړه هېوادونه په پوځي او ناپوځي برخو کې د لسو کالو لپاره له یو بل سره ستراتیژيکه همکاري کوي.

وړاندې افغانستان کې داسې اندېښنې وې، چې ګني ځینې ګاونډي هېوادونه د افغانستان ولسي جرګه کې ددغه تړون د نه تصویب هلې ځلې کوي، خو د جرګې نننۍ پرېکړې وښوده چې دغو هڅو کومه نتیجه ورنه کړه.

غبرګون

پر همدې مهال، د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر د ولسي جرګې له خوا د دغه تړون د تصویبولو د پرېکړې هرکلی کړی دی.

د ولسمشر دفتر د وکیلانو دا ګام د افغانستان د ملي ګټو د دفاع لپاره مهم بللی دی.

کابل کې د امریکا سفارت هم د ولسي جرګې ددې تصمیم هرکلی کړی او وايي چې د بارک اوباما له ژمنې سره سم به افغانستان یوازې پرېنږدي.

د انځور حقوق Getty
Image caption د کابل- واشنګټن دغه ستراتیژيک تړون د روانې مۍ پر دویمه کابل ته د بارک اوباما د یوه ناڅاپي سفر پرمهال له ولسمشر کرزي سره لاسلیک شو.

مخکې داسې ادعاوې وې، چې ګني د پارلمان ځینو غړو ته ګاونډيو هېوادونو پیسې ورکړې، چې په جرګه کې د تصویبېدو په مخ کې خنډ شي.

دا سند د ولسي جرګې له تصویب وروسته مشرانو جرګې ته هم د تایید لپاره استول کېږي.

د کابل- واشنګټن دغه ستراتیژيک تړون د روانې مۍ پر دویمه کابل ته د بارک اوباما د یوه ناڅاپي سفر پرمهال له ولسمشر کرزي سره لاسلیک شو.

افغانستان له استرالیا، جرمني، امريکا، برتانيا، ايټاليا، فرانسې او هند سره د ستراتيژيکو همکاريو سندونه لاسليک کړي، چې له امريکا سره د سند لاسليکولو يو شمېر ګاونډيان اندېښمن کړي دي.

افغانستان خپلو ګاونډيانو ته ډاډ ورکړی چې له لوېديځو هېوادونو سره دغه ډول تړونونه دوی ته هېڅ کوم ګواښ نه پېښوي.

ورته مطالب