د افغان حاجیانو د پچې اچولو سیستم ختم شو

مکه مکرمه د انځور حقوق AP
Image caption له نوم لیکنې سره سره، هرکال له حجه زرګونه افغانان له حجه بې برخې پاتې کېږي.

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت وايي چې تر دې وروسته د حاجيانو د استولو لپاره د قرعې يانې پچې سيستم نه کاروي.

چارواکي وايي چې نور به د حج لېوال کسان خپل لگښت په بانک کې خوندي کوي او نوملړ به يې جوړېږي، چې په پايله کې به ټول استول کېږي خو چې کوم کسان پاتې شي راروان ځل ته به يې تلل ډاډمن او باوري وي.

د افغانستان د حج او اوقافو وزير يوسف نيازي بي بي سي ته وويل چې دا سيستم به د تېر په پرتله له درغيلو او نيوکو ژغورلى وي.

د حاجيانو د استولو پخواني دود له گڼو نيوکو سره مخامخ و، يو خو ويل کيدل چې په پچه اچونه کې روڼاوې نه شته او درغلي په کېږي، بله غاړه ويل کېدل چې د حج يو شمېر مينه وال ان تر لسو کلونو پورې خپل نوم ليکي خو بيا يې هم قرعه نه راوځي.

د افغانستان د حج او اوقافو وزير يوسف نيازي بي بي سي ته وويل چې په تېرو کلونو کې يې بېلابېل سيستمونه وکارول، خو ستونزې يې هوارې نه کړې.

وايي اوس به نوى سيستم کاروي او هغه داسې چې چې نوملړ پوره شي ټول کسان حج ته ځي او چې پاتې شي وريسې کال کې به استول کېږي.

ښاغلي نيازي وويل ددې سيستم گټه داده چې چارواکي هم په ناقانونه ډول څوک حج ته نه شي استولى.

همدا راز نوموړي وويل که دا سيستم نه وي نو ناشوني به وي چې د حاجيانو د لېږد په برخه دې په ټول افغانستان او ځانگړي ډول نا امنو ولايتونو کې روڼاوى رامنځ ته شي.

حج او اوقافو وزارت له ټولو ولايتونو خپل استازي کابل ته رابللي چې ددغه نوي سيستم په اړه پوهاوى ورکړي.

اوس دا سيستم په افغانستان کې يو نوښت دى، خو په نوره اسلامي نړۍ کې له پخوا راهيسې په گڼو هېوادونو کې دود دى چې د بېلګې په ډول ماليزيا، اندونيزيا، ترکيه، الجزاير او ايران يادولاى شو.

ورته مطالب