'پاکستان دې د افغان زده کوونکو کتابونه پرېږدي'

د انځور حقوق Getty
Image caption ددغو کتابونو ايسارولو يو شمير ښوونځيو او زده کونکو ته ستونزې ټوکولى دى.

نژدې پنځه مياشتې وشوې چې پاکستان د افغانستان مېشتو ناټو ځواکونو د اکمالاتي کاروانونو پر وړاندې خپلې ټولې لارې چورلټې تړلي دي، چې په دې ټس کې د افغان زده کوونکو نژدې څلورنيم ميلیونه ښوونيز کتابونه هم په کراچۍ کې ايسار کړل شوي دي.

دا کتابونه په متحده عربي اماراتو کې چاپ کړل شوي او ټاکل شوې وه چې د پاکستان له لارې افغانستان ته راولېږدول شوي واى.

افغان چارواکي وايي چې په پرله پسې ډول يې ددغو کتابونو د رالېږدولو غوښتنه کړې ده، خو پاکستان نه ده منلې.

د افغانستان د پوهنې وزارت د نشراتو د برخې مشر عطاء الرحمن واحد يار وايي چې افغان زده کونکي بايد د سیمه یيزو او نړيوالو سياسي لوبو ښکار نه شي:

معصوم ماشومان

''په قضيه کې له ټولو ښکېلو غاړو نه زموږ غوښتنه داده چې کتاب ته د خپلو ماشومانو له ليد لوري وگوري، کتاب ته دې دې د سيمه یيز او نړيوال سياست له ليدلوري نه گوري، کتاب د هېواد د ماشوم دى، چې په کې زده کړه کوي، هغه د افغانستان راتلونکى دى، کله چې د کتاب په اړه فکر کوي لومړى دى د خپلو ماشومانو په اړه فکر وکړي که هغوى پر دغه راز برخيلک اخته شي څه به پرې تېرېږي، نن د افغانستان معصوم ماشومان پر همدغه برخيلک اخته دي.''

افغان چارواکي وايي چې ولسمشر حامد کرزي د شيکاگو غونډې په څنډه کې هم د کتابونو دغه ستونزه له پاکستاني ولسمشر اصف علي زرداري سره راپورته کړې وه، خو وايي ستونزه بيا هم ستونزه پاتې ده.

د افغانستان د پوهنې وزارت چارواکي وايي هيله من وو چې دغه کتابونه د ښوونيز کال تر پيله مخکې په زده کوونکو ووېشي، خو وايي داسې ونه شول.

وايي اوسمهال د همدغې ستونزې له کبله د دوولسمو ټولگيو گڼ شمېر زده کوونکي پرته له کتابونو ټولگيو ته ځي.

ورته مطالب