یوسف نیازی وايي مامورینو یې فوق العاده امرونه ورکړي

یوسف نیازی د انځور حقوق BBCPashto.com
Image caption ښاغلي نیازي وویل چې ۳۵۰ سهمه ولسۍ جرګه او ۲۰۰ سهمه دجمهوري ریاست ته ورکړل شوی.

د حج او اوقافو افغان وزیر په دې تورن دی، چې له خپل صلاحیت نه یې په ګټه اخیستنې سره۷۳۰ تنه، چې د سیاسي ګوندونو او رهبرانو ملاتړ یې درلود، د حج مراسمو ته تېر کال لېږلي دي.

محمد یوسف نیازی له بي بي سي سره په خبرو کې ادعا وکړه چې دغه شمېر مامورین له سياسي ملاتړ برخمن دي.

دغه څرګندونې داسې مهال رامخته کېږي چې د پارلمان یوشمېر غړو د حج اوقاف وزیر د استیضاح لپاره رایې ورکړې او په نوموړي یې تور لګولی، چې سلګونه تنه یې د فوق العاده احکامو پربنسټ حج ته لېږلي دي.

ښاغلي نیازي له بي بي سي سره په خبرو کې پرې لګېدلي تورونه رد کړل، خو وویل چې ددغو کسانو په استولو کې د مرستیالانو په ګډون ددغه وزارت یو شمېر جګپوړي چارواکي لاس لري:

''زموږ ځینې مامورینو په وزارت کې زما په غیاب کې فوق العاده امرونه ورکړي وو، خو نن له بده مرغه په هر وزارت کې د مامور د هر کار ملامتیا وزیر ته متوجه کېږي، خو هغه کسان چې دا خبرې راپورته کوي، همدوی له دغو مامورینو سره ډېره ناسته پاسته لري.''

ښاغلي نیازي وویل چې ۳۵۰ سهمه ولسۍ جرګه او ۲۰۰ سهمه دجمهوري ریاست ته ورکړل شوی دی .

تېره اوونۍ د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړو د حج اوقاف وزیر یوسف نیازي د استیضاح غوښتنه وکړه.

ددوی په وینا، ښاغلي نیازی یو شمېر جهادي ډلو او سیاسې رهبرانو ته هم سهمیه ورکړی چې له دي امله حج ته سلګونه تلونکو کسانو د قانوني پړاوونو له بشپړولو سره سره له دغه سفر پاتې شوي دي.

د ولسي جرګه د کلتوري او دینې چارو د کمیسیون مشر کمال ناصر اصولي وایي چې دغه کمیسیون د ښاغلي نیازي د کړنو په اړه یوشمېر اسناد راټول کړي دي:

خو ښاغلی نیازی وايي چې د خپلې بې ګناهۍ د سپیناوي په خاطر به په قوت سره دغه موضوع مخته یوسي.

افغانستان هرکال د حج مراسمو ته له ۲۵ تر ۳۰ زره کسانو سهم تر لاسه کوي، خو حج ته د تلونکو شمېره له دې څو برابره زیاته ده.

له دې جملې سلګونه سهمیه دولت ته ورکول کېږي چې په لوړو لګښتونو سره په دغو مراسمو کې برخه اخلي.

د افغانستان د حج او اوقاف وزارت هرکال د حج مراسمو د تر سره کولو په لړ کې د فساد له تورونو سره مخامخ وي.

شاوخوا درې کاله وړاندې د حج مراسمو ته د حاجیانو د لېږد پرمهال د بډو او اختلاس تورونه راپورته شوي وو چې په لړ کې یې لویې څارنوالۍ د حج اوقاف وزارت سرپرست وزیر صدیق چکري د نیولو حکم صادر کړ.

خو ښاغلی چکري ددغه حکم تر عملي کېدو وړاندې له هېواده وتلی و او پرې ټول لګېدلي تورونه یې بې بنسټه وبلل.

ورته مطالب