افغانستان له چین سره ستراتیژيک تړون لاسلیکوي

کرزی او هوجین تاو
Image caption ولسمشر حامد کرزی راتلونکې اوونۍ چین ته سفر کوي.

افغانستان وايي چې له چین سره ډېر ژر ستراتیژيک تړون لاسلیکوي.

د بهرنیو چارو مرستیال وزیر جاوېد لودین بي بي سي ته وویل، له ګاونډي چین سره د ستراتیژیکو اړیکو رامنځ ته کولو پر سر خبرې روانې دي.

نوموړي وویل، چې په راتلونکې اوونۍ کې ولسمشر حامد کرزی چین ته ځي، او له چیني چارواکو سره به ددغو اړیکو پر سر وغږېږي.

جاوېد لودین وویل، چې له چین سره د افغانستان د ستراتیژيک تړون لاسلیکېدل په دې مانا نه دي چې ګني له لوېديځو هېوادونو سره په ټکر کې واقع کېږي.

افغانستان وايي چې تر راتلونکو څو میاشتو به له چین سره د کېدونکي تړون طرحه جوړه کړي.

د بهرنیو چارو مرستیال وزیر وايي، چې دا تړون به پر هر اړخیزو اقتصادي، سوداګریزو، پانګونې او ټولنیزو اړیکو او همکاریو ورټول وي.

چین چې په نړۍ کې مخ پر ودې او ډېر تولیدي هېواد دی، له افغانستان سره د میلیاردونو ډالرو سوداګریزه راکړه ورکړه لري.

افغانستان پرووسږ کال له ګاونډي هند سره ستراتیژيک تړون لاسلیک کړ.

ښاغلي لودین بي بي سي ته وویل، هېواد یې له ګاونډيو هېوادونو سره تل د ښې راشه درشې او ښو اړیکو غوښتونکی دی.

افغانستان له استرالیا، جرمني، امريکا، برتانيا، ايټاليا، فرانسې او هند سره د ستراتيژيکو همکاريو سندونه لاسليک کړي، چې له امريکا سره د سند لاسليکولو يو شمېر ګاونډيان اندېښمن کړي دي.

افغانستان خپلو ګاونډيانو ته ډاډ ورکړی چې له لوېديځو هېوادونو سره دغه ډول تړونونه دوی ته هېڅ کوم ګواښ نه پېښوي.

ورته مطالب