ناټو کونړ کې د القاعدې د جګپوړي مشر د وژنې ادعا کړې

کونړ
Image caption ایساف وايي الطایفي یې په عملیاتو کې وژلی.

افغانستان کې مېشتو نړیوالو ځواکونو په ختيځ کونړ ولایت کې د القاعدې شبکې د یوه جګپوړي مشر د وژلو ادعا کړې ده.

ایساف په خپره کړې ویناپاڼه کې ویلي، چې د تېرې یکشنبې په ورځ یې د کونړ وټه پور ولسوالي کې د عملیاتو پرمهال په سعودي کې زوکړه شوی صخر الطایفي وژلی دی.

بهرني ځواکونه وايي الطایفي په 'مشتاق' او 'نسیم' هم شهرت درلود.

ویل کېږي چې صخر الطایفي افغانستان کې د القاعدې شبکې دویم جګپوړی مشر و، چې د بهرنیو اورپکو د ګمارلو دنده یې مخته بېوله.

پر هغه پر بهرنیو او افغان ځواکونو د بریدونو طرح کولو تور هم دی.

ایساف ادعا کوي، چې الطایفي د پاکستان او افغانستان ترمنځ پوله کې تګ راتګ کاوه، چې په وینا یې د القاعدې شبکې قومندانان یې لېږدول.

بهرني ځواکونه وايي چې صخر الطایفي په لوېديځو سیمو کې اورپکو ته وسلې او مهlات رسول او په ناقانونه توګه یې افغانستان ته اورپکي راوستل.

ایساف وايي، چې د هغه د وژنې په عملیاتو کې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوشتې.

القاعدې شبکې د الطایفي د وژل کېدا په اړه غبرګونه نه دی ښودلی.

خو په کونړ کې وسله والو طالبانو د نوموړي د وژل کېدو خبره رد کړې ده او وايي چې هغه له سیمې درې میاشتې وړاندې پښې سپکې کړې دي.

د ذبیح الله مجاهد په نامه د طالبانو یوه ویاند رسنیو ته ویلي چې: ''وټه پور کې د القاعدې جنګیالي نه شته، او هلته هېڅ کوم بهرنی نه دی وژل شوی. دا سمه ده چې هلته په یکشنبه د مجاهدینو مرکز بمباري شو او دوه افغان طالبان شهیدان شوي او څو نور ټپیان دي، خو هلته هېڅ بهرنی نه دی وژل شوی.''

ناټو اټکل کوي چې افغانستان کې دا مهال د القاعدې ۱۰۰ جنګیالي له افغان جنګیالیو سره یوځای فعالیت کوي.

ورته مطالب