بدخشان کې د طالبانو برید اته پولیس وژلي

بدخشان کې پولیس د انځور حقوق bb
Image caption برید د بدخشان په په شمال ختیځه غرنۍ وردوج ولسوالۍ کې شوی دی.

د افغانستان په شمال بدخشان کې امنیتي چارواکي وايي، لږ تر لږه اته پولیس د وسله والو طالبانو په برید کې وژل شوي دي.

د دغه ولایت د امنیت امر وايي، دغه پولیس په وردوج ولسوالۍ هغه مهال ووژل شول، چې وسله والو طالبانو د پولیسو پر یوې امنیتي پوستې برید وکړ.

چارواکي وايي، په دغه برید کې دوه طالبان هم وژل شوي دي.

چارواکي وايي چې اورپکو اوس په شمالي سیمو کې فعالیتونه او بریدونه ډېر کړي دي.

بدخشان کې سیمه ییز چارواکي ادعا کوي چې اورپکي ډېر شوي او په زور له ولسي خلکو مالیه اخلي.

ننګرهار

بل خوا په ختیځ ننګرهار کې بیا د خوګیاڼیو په ګږې سیمه کې یوه کور ته لاسي بم ورغورځول شوی، چې د چارواکو په وینا د یوه ماشوم په ګډون یې دیوې کورنې پنځه غړي وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

چارواکي وايي، ګمان کوي، چې دغه پیښه به دشخصي بدیو له امله رامنځ ته شوي وي.

د همدې ولایت په هسکه مېنه ولسوالۍ کې یوې بمې چاودنې درې تنه وژلي دي.

په وژل شوو دوه دولتي مامورین او یو ولسي وګړي شامل دي.

د ملګرو ملتونو یو تازه خپور شوی راپور وايي، چې د تېر ۲۰۱۱ کال پرتله سږ ۲۰۱۲ کال افغانستان کې ولسي مرګ ژوبله ٪۲۱ سلنه ټيټه شوې ده.

ورته مطالب