کابل پوهنتون کې د استاد خلیلي مړی بیا خاورو ته وسپارل شو

خلیلي
Image caption استاد خلیلي له ننه ۲۵ کاله وړاندې د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې ومړ او وروسته په پېښور ښار کې خاورو ته وسپارل شو.

په (سه شنبه/ مۍ ۲۹) د کابل پوهنتون په انگړ کې د افغانستان د وتلي شاعر استاد خلیل الله خلیلي مړی د هغه تر مړینې ۲۵ کاله وروسته خاورو ته وسپارل شو.

د ادب افغان مینه وال استاد خلیلي ستر وتلی معاصر شاعر بولي، او د هغه د شخصیت او آثارو ستاينه کوي.

استاد خلیلي له ننه ۲۵ کاله وړاندې د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې ومړ او وروسته په پېښور ښار کې خاورو ته وسپارل شو.

د استاد خليلي مړی څو ورځې مخکې د هغه د کورنۍ په غوښتنه خپل ټاټوبي افغانستان ته ولېږدول شو.

د افغانستان د اطلاعات او کلتور وزیر د استاد خلیلي شخصیت وستایه او وویل استاد خلیلي په خپلو اثارو کې د خلکو خواږی و او ستونزې یې په کې انځور کړې وې.

په اسپانیا کې د افغانستان سفیر او د استاد خلیلي زوی مسعود خلیلي د خپل پلار د مړي د لېږېدو په اړه خوښي وښوده او له افغان چارواکو یې مننه وکړه.

استاد خلیلي په ۱۲۸۶ هجري لمریز کال په کابل ښار کې نړۍ ته سترګې پرانيستې. پلار یې محمد حسین خان د کوهستان د سیمې له مشرانو و او د حبیب الله خان په دربار کې د ماليې وزیر پاتې شوی.

د مور مینه

استاد خلیلي په ماشومتوب کې د مور او پلار له مینې بې برخې شو، خو بیا وروسته چې لوی شو د هېواد د ننه او بهر کې په مهمو دندو وګمارل شو.

ښاغلی خلیلي په ۱۳۳۲ لمریز کال کې د کابل پوهنتون مرستیال و او په ۱۳۳۰ کال کې د رسنیو د خپلواک ریاست مشر شو.

دی په ۱۳۳۲ کال کې د ظاهر شاه په دربار کې سلطنتي مشاور و او همدارنګه څو کاله په سعودي عربستان او عراق کې د افغانستان سفیر پاتې شوی و.

خلیلي د ثور/غوايي اوومې نېټې له کودتا وروسته سفارت او دولتي منصب پرېښود او د څه مودې لپاره په اروپا او امریکا کې مېشت شو.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption استاد خلیل الله خلیلي د ۱۳۶۶ په پسرلي کې د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې له نړۍ سترګې پټې کړې.

دی د پخواني شوروي د یرغل پرمهال پاکستان ته ولاړ او د خپلو مهاجرو وطنوالو په منځ کې يې ژوند پيل کړ. هغه په دغې موده کې زیات شمېر اثار ولیکل.

خلیلي په بېلابېلو برخو لکه هنر، ادب، سیاست، فلسفه او عرفان کې ټول ټال ۶۲ اثار لري چې زیات یې له افغانستان بهر چاپ شوي دي.

استاد خليلي کله چې په پاکستان کې ژوند کاوه په خپلو شعرونو کې يې د افغانانو له جهاد څخه د شوروي د پوځ په وړاندې ملاتړ کاوه او کله کله يې خپل شعرونه هم دکلمه کول.

استاد خلیل الله خلیلي د ۱۳۶۶ په پسرلي کې د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې له نړۍ سترګې پټې کړې او ۲۵ کاله وروسته د هغه د مړې پاتې هډونه له پېښوره، کابل ته انتقال شول او د کابل پوهنتون سید جمال الدین افغان قبر ته څېرمه خاورو ته وسپارل شو.

ورته مطالب