ننګرهار کې چاودنې او لاسي بم ۸ کسان وژلي

جلال اباد د انځور حقوق AP
Image caption چارواکي وايي شاید پېښه د شخصي دښمنۍ له کبله شوې وي.

د افغانستان ختيځ ولایت ننګرهار د خوګیاڼو ولسوالۍ په ګږې کلي کې یوه کور ته لاسي بم ورغورځول شوی، چې د چارواکو په وینا د یوه ماشوم په ګډون یې د یوې کورنې پنځه غړي وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

چارواکي وايي، ګمان کوي، چې دا پېښه به د شخصي بدیو له امله رامنځ ته شوې وي.

پر همدې مهال، ددغه ولایت په هسکه مېنه کې چاودنې درې کسان وژلي دي.

د ننګرهار د والي ویاند احمد ضیا عبدالزي بي بي سي ته وویل، چاودنه نن سهار (چارشنبه/ مۍ ۳۰) هغه مهال وشوه، چې یوه ګاډي د هسکې مېنې دوه مامورین له یوه قومي مشر سره ولسوالۍ ته لېږدول.

نوموړي وویل چې په چاودنه کې درې واړه کسان وژل شوي دي.

د وژل شوي قومي مشر نوم او د مامورینو دندې نه دي په ډاګه شوې.

عبدالزي وویل چې دا ریموټ کنټرول ماین و.

هغه وايي چې د چاودنې په اړه پلټنه روانه ده.

هسکه مېنه د ختيځ ننګرهار ولایت په جنوب ختيځ کې یوه غرنۍ ولسوالي ده، چې له پاکستان سره ګډه پوله لري.

ورته مطالب