م.م وايي ۲۰۱۲ کې ولسي مرګ ژوبله ٪۲۱ کمه شوې

ولسي مرګ ژوبله د انځور حقوق Getty
Image caption د یوناما ادارې د مشر په وینا عامو وګړو ته ډېره مرګ ژوبله د حکومت د مخالفینو له خوا اوښتې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی وايي په دې هېواد کې د تېرو څلورو میاشتو په ترڅ کې د ملګي وګړو په مرګه ژوبله کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

یونما وايي د ملکي تلفاتو په تړاو چې له هر لوري وي خپلې څېړنې به جاري وساتي، او ټاکل شوې چې د عامو وګړو د ساتنې په موخه ټولو ښکېلو خواوو ته یو لړ وړاندیزونه هم وکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی یانکوبیش وايي په تېرو څلورو میاشتو کې د ملکي وګړو په تلفاتو کې د پام وړ کموالی راغلی دی. خو بیا هم د ملکي وګړو وژنه د منلو وړ نه بولي:

''د تېرو څلورو میاشتو په موده کې زموږ شمېرې ښيي چې د ملکي وګړو په تلفاتو کې یوویشت سلنه کموالی راغلی دی. خو لا هم د ملکي وګړو تلفاتو کچه لوړه ده چې هیڅ د منلو نه ده.

د جنورۍ له لومړۍ څخه د اپریل تر پایه یوناما ته د۵۷۹ تنو د وژل کېدو او ۱۲۱۶ تنو د ټپي کېدلو راپور ورکول شوی دی.''

د یوناما مشر وايي که څه هم د حکومت مخالفین په خپلو اعلامیو کې د ملکي وګړو د ساتنې په اړه خبرې کوي خو بیا هم د ملکي وګړو ډېره برخه تلفات د حکومت مخالفو ځواکونو له خوا رامنځ ته کیږي: ''ملکي وګړو ته د ټولو تلفاتو ۷۹ سلنه د حکومت د مخالفو ځواکونو، نهه سلنه یې د حکومتي ځواکونو او آیساف له خوا رامنځ ته شوي. او د ۱۲ سلنه نورو مسؤولیت لا چا ته نه دی راجع شوی.''

طالبانو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یوناما چارواکي د ملکي تلفاتو د کمښت خبره داسې مهال کوي چې چهارشنبې په ورځ په دوو پېښو کې چې د پکتیا او ننګرهار په ولایتونو کې رامنځ ته شوي ۱۳ عام وګړي په کې وژل شوي دي.

بل پلو داسې اندېښنې هم شته چې د هوا په تودیدو سره به یو ځل بیا د ښکېلو خواوو ترمنځ جګړې زور واخلي چې په ترڅ کې به یې عام وګړي بې اغېزې پاتې نه شي.

ورته مطالب