شپږ میلیونه افغان ماشومان له خطر سره مخامخ دي

د انځور حقوق AP
Image caption کابل ښار کې نژدې ٦٠ زره تنه ماشومان په شاقه او سختو کارونو بوخت دي

د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزرات د ماشوم د نړیوالې ورځې پر مهال اعلان وکړ چې په هېواد کې شاوخوا شپږ میلیونه ماشومان له خطر سره مخامخ دي.

شاقه کارونه، ناوړه جنسي ګټې اخیستنې، او زده کړو ته نه لاس رسی هغه عمده ستونزې دي چې افغان ماشومان ورسره لاس او ګروان دي.

د کار او ټولنیزو چارو وزرات او یو شمېر نورو غیر دولتي موسسو ارزونې ښيي چې لا هم په افغانستان کې ماشومان له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او شاوخوا شپږ میلیونه ماشومان د له بېلابېلو خطرونو سره مخ دي.

د کار او ټولنیزو چارو وزرات ویاند محمد علي افتخاري بي بي سي ته وویل په تېرو لسو کلونو کې ماشومانو ته د یو لړ کارونو په ترسره کېدو سربېره لا هم دغه پوړ له جدي ګواښونو سره مخ دی.

ښاغلي افتخاري زياته کړه چې "د هغو شمېرو له مخې چې موږ او یونسف یې لرو، د شپږ میلیونه له خطر سره مخامخ ماشومانو له ډلې یوازې دوه نیم میلیونه تنه یې د دې وزارت او نورو مرستندویه ټولنو تر پوښښ لاندې دي. او په خواشینۍ سره چې درې نیم میلیونه نور ماشومان لا هم له خطر سره مخامخ دي. دغه ماشومان له بېلابېلو خطرونو سره مخ دي.

لا تر اوسه د هغو ماشومانو په اړه دقیقې شمېرې نشته چې په افغانستان کې په شاقه او سختو کارونو بوخت دي. خو د کار او ټولنیزو چارو وزرات وايي یوازې په کابل ښار کې نژدې ٦٠ زره تنه ماشومان په دغه راز کارونو بوخت دي.

ښاغلی افتخاري وايي د سړک غاړې ماشومانو د حالت د ښه والي لپاره اوس د یو شمېر نړیوالو ټولنو په مرسته د یوې ستراتیژۍ په جوړولو لګیا دي.

ده زياته کړه چې "د سړک سر د ماشومانو د ستراتیژي له مخې موږ غواړو هغه ماشومان چې شاقه کارونه کوي ملاتړ یې وکړو. موږ د یو شمېر نړیوالو ټولنو لکه یونیسف، سیف د چلډرن، بشري حقونو او ګڼو نورو ادارو په مرسته لومړی د ماشومانو د حقونو په اړه خلک پوهوو او تر هغه وروسته بیا د ماشومانو د راټولو پروګرام په پام کې لرو چې وروسته تر هغه به سړکونو ته د دوی د راوتلو د لاملونو په اړه څېړنې وشي".

د دغو اندېښنو تر څنګ د پوهنې وزارت اعلان کړی چې دا مهال تر نهه میلیونه ډېر ماشومان ښوونځیو ته جذب شوي دي.

دغه وزارت وايي په ټول هېواد کې یې درې کلن حشر پیل کړی چې له مخې به یې افغان ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره شي.

ورته مطالب