طالب لوړ پوړى غړى: افغان چارواکي مو وروڼه دي

معتصم
Image caption د طالبانو دغه لوړ پوړى چارواکى اوس په ترکيه کې دى او تير کال په کراچۍ کې د ترلاسه کړو ټپونو درملنه کوي

د طالبانو د مشرتابۀ د شورا يوۀ غړي افغان چارواکي خپل وروڼه بللي او وايي خنډ او د خبرو اصلي لورى امريکا ده چې بايد ورسره خبرې وشي.

د طالبانو د سياسي کمېټې پخوانى مشر اغا جان معتصم په يوه کم سارې مرکه کې بي بي سي ته وويل چې ټول طالبان د سولې غوښتونکي دي خو غوره دا بولي چې له امريکاييانو سره خبرې وکړي.

د تيلې فون په کرښه زموږ له همکار طاهر خان سره په مرکه کې اغا جان معتصم د خبرو اترو لپاره د طالبانو په شرطونو ډير څه ونه ويل.

د طالبانو د سياسي کميټې پخواني مشر آغاجان معتصم چې اوس ځان د هغوى د سياسي شورا غړى بولي ، د افغان حکومت چارواکي وروڼه وگڼل او ويې ويل چې له افغان لوري سره د خبرو اترو په برخه کې ستونزه نه لري. خو ټينگار يې دا و چې د لانجې د يوه اصلي اړخ په توگه طالبان غواړي ،چې لومړى له امريکايانو سره خبرې وکړي .

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ښاغلي معتصم د سولې خبرې اترې څو پړاويزې وبللې چې ويل يې تر امريکايانو وروسته کېداى شي چې له افغان لوري سره ترسره شي او په افغانستان کې له ښکېلو نورو بهرنيو هيوادونو سره هم تر وروسته خبرې وشي.

افغان حکومت او امريکايانو په بيا بيا دا خبره کړې چې طالبان بايد د خبرو اترو په موخه د افغانستان اساسي قانون ومني.

له ښاغلي معتصم څخه وپوښتل شول چې دوى د افغانستان اساسي قانون مني که نه. که څه هم دغه لوړ پوړي طالب په دې برخه کې روښانه ځواب ورنه کړ ، خو ويې ويل چې خپله د کابل حکومت هم د دغه قانون په پلي کولو کې پاتې راغلى دى.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

دا چې د سولې له بهير سره د يوځاى کيدو په بدل کې به طالبانو ته څه ورکول کيږي ، په دې اړه هم خبرې ډېرې دي ، ځينې په واک کې د هغوى د شريکولو او ځينو هم هغوى ته د ځانگړو حکومتي څوکيو او يا سيمو د ورکړې خبرې کړي دي. خو ښاغلى معتصم وايي طالبانو ته دغه مسالې مهمې نه دي او وايي دوى د کابينې څوکۍ نه غواړي بلکې د دۀ په وينا اسلامي يوموټى افغانستان يې هدف دى.

د طالبانو د سياسي چارو دغه غړى دا نه مني چې د کوټې د شورا په نامۀ څه شته. دى دا د لويديځو رسنيو پروپاگنډ بولي او ټينگار يې دا دى چې د طالبانو سياسي شورا دننه په افغانستان کې کار کوي چې د امنيتي ستونزو له کبله يې ځاى ځايگى نه دى معلوم .

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ښاغلى معتصم د سولې په خبرواترو کې د طالبانو مشر مرکچي و چې تير اگست د پاکستان د کراچۍ په ښار کې وويشتل شو او ژوبل شو اوس د درملنې لپاره په ترکيه کې دى . داسې ويل کيده چې دى د هغو طالبانو له لوري ويشتل شوى و چې د سولې د خبرو مخالف دي ، خو ده دغه خبره رد کړه.

ښاغلي معتصم وويل ، د طالبانو له مشر ملا محمد عمر نه نيولې بيا تريوه عادي طالب پورې ټول په هيواد کې د سولې راوستو ته ژمن دي. خو دۀ يوازې د بهرنيو ځواکونو پر ايستلو ټينگار وکړ او نور جزييات يې ورنه کړل چې له خپله اړخه څه غواړي او يا څه ته غاړه ږدي.