افغانستان کې تښتول شوي مرستندویان خوشي شوي

افغان ځانګړي ځواکونه
Image caption د مرستندویانو په خوشي کولو کې ځانګړو افغان ځواکونو ډېره همکاري کړې ده.

رپوټونه وايي چې د افغانستان په شمال ختيځ بدخشان ولایت کې هغه پنځه مرستندویه کسان خوشي شوي، چې تېره میاشت تښتول شوي وو.

په خوشي شوو کې برتانوۍ د خوړو د برخې کارپوهه هیلن جانسن، ۲۶ کلنه کینیايۍ ډاکټره موروګوا اویریري او دوه افغانان او یو ژباړن وو.

د برتانیا لومړي وزیر ډیویډ کامیرون د دغو کسانو راخوشي کول یوه لویه زړورتیا بللې ده.

په شمال کې د افغان امنیتي ځواکونو ویاند لال محمد احمدزي ویلي چې د خوشي شوو کسانو "روغتیايي وضعیت ښه" دی.

افغانستان کې د ایساف ځواکونو قومندان جان الن ویلي چې "زه د زړه له افغان چارواکو مننه کوم او پر ایساف ځواکونو ویاړم چې د هغوی د خوشي کولو پلان یې جوړ کړی و. "

د ۲۸ کلنې خوشې شوې برتانوۍ هیلن جانسن کورنۍ په یوه ویناپاڼه کې ویلي چې "موږ د هیلن او د هغې ټولو ملګرو په خوشي کېدو ډېر زیات خوشاله شوو. "

رویټرز خبري اژانس ویلي، چې ددغو مرستندویانو په تښتول کې پنځو کسانو لاس درلود، چې د عملیاتو پرمهال وژل شوي دي.سرچینه لیکي، چې دغو مرستندویانو د سویټزرلینډ مېشتې ''میډیر'' مؤسسې په مرسته د افغانستان په شمال کې بې وزلو ته خواړه برابرول.

د بدخشان والي شاه ولي الله ادیب بیا بي بي سي ته ویلي چې په عملیاتو کې شپږ تښتوونکي وژل شوي دي.

ایساف هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي، چې دغه کسان د افغان او بهرنیو ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې خوشي شول.

دغه مرستندویان د تېرې مۍ پر ۲۳مه/غبرګولي درېیمه بدخشان کې وسله والو وتښتول.

په تښتول شوو کې د افغانانو له ډلې یې دوه روغتیايي کارکوونکي او بل ژباړن دی. بدخشان د افغانستان له شمال ختيځو سړو او غرنیو سیمه یوه ده.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption هیلن جانسن د لندن د حفظ الصحې او سرطاني ناروغیو له سکول فارغه ده.

د روان کال په تېره اپریل میاشت کې هم ددغه ولایت له يوې ليرې پرتې سيمې د پوليسو پر يوې پوستې د وسله والو د بريد پر وخت څلور کسه وژل شوي وو او گڼ نور وسله والو تښتولي وو.

تېره میاشت د طالبانو ضد یو مخکنی قومندان 'نازک میر' بدخشان کې ځانمرګي برید وواژه.

او د ۲۰۱۰ په اګست کې، برتانوۍ ډاکټره 'کیرن وو' له شپږو امریکایانو، یوه جرمني او دوو افغان ژباړنو سره پرلاره په دغه ولایت کې د وسله والو په یوه کمین کې ووژل شوه.

د طالبانو د واکمنۍ په کلونو کې دغه ولايت يو له هغو محدودو ځايونو و چې هغوى ونه نېوۀ.

بدخشان ولایت له تاجکستان، چین او پاکستان سره ګډه پوله لري.

ورته مطالب