جرګې د غزني د بیا رغونې لپاره چارواکي ور وغوښتل

Image caption ولسي جرګې له ولسمشر حامد کرزي نه غوښتنه وکړه چې په دې برخه کې دې مالي ستونزې هوارې کړي.

د افغانستان ولسي جرګې یو شمېر لوړ پوړي افغان چارواکي خپلې غونډې ته د دې لپاره وربللي وو، چې د غزني ولايت د بیا رغونې په اړه، چې ټاکل شوې په ۲۰۱۳ کال کې د اسلامي هېوادونو د ثقافت مرکز ونومول شي، معالومات ورکړي.

په دغو چارواکو کې د اطلاعاتو او کلتور، د ښارجوړونې وزیران او د غزني والي شامل و.

افغان چارواکي وايي، دغزني د بیا رغونې په چارو کې له خڼد سره مخامخ دي او په دې برخه کې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.

ولسي استازو پرېکړه وکړه چې د دغې جرګې فرهنګي جرګه ګۍ به (د غزني ۲۰۱۳ کمیسیون)، چې د غزني د بیا رغونې چارې مخ ته وړي، و څیړي.

دارنګه ولسي جرګې له ولسمشر حامد کرزي غوښتنه وکړه، چې په دې برخه کې دې شته مالي ستونزې حل کړي.

په ۲۰۰۷ میلادي کال کې د ملګرو ملتونو د فرهنګي چارو سازمان یونسکو پرېکړه وکړه، چې غزني به په ۲۰۱۳ میلادي کال کې د اسلامي هېوادونو د ثقافت مرکز په توګه وپیژندل شي.

د همدې چارې لپاره افغان حکومت د غزني د رغنیزو چارو په موخه يو ځانګړی کمیسیون جوړ کړ چې ۶۵ پراختیایي پروژې به بېلابېلو وزارتونو ته د پلي کولو په موخه وسپاري.

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزیر سید مخدوم رهین وايي، دغه وزارت ته د فرهنګي اثارو د بیا رغونې ۳۲ پروژې ورکړل شوې وې چې ۱۰ یې بشپړې شوي او په ۲۰ نورو یې کار روان دی.

ښاغلی رهین تمه ښي، چې دغه وزارت پورې تړلې چارې په تر ۲۰۱۳ کاله پورې بشپړې شي.

د ښار جوړونې وزیر حسن عبدالهی بیا وايي، د غزني د اسلامي ثقافت د مرکز او ځینو پروژو مسوولیت د ښارجوړنې وزارت ته ورکړل شوی و چې د ډیرو پروژو د ډیزاین چارې بشپړې شوې دي خو وايي، د بودجي د نشتوالي له امله یې عملي چارې نه دي پیل شوي.

دغه راز د غزني والي موسی اکبر زاده وایي، سره له دې چې د ملګرو ملتونو د یونسکو سازمان په ۲۰۰۷ کال کې اعلان کړی و چې په ۲۰۱۳ کال کې به غزني د اسلامي ثقافت مرکز شي خو د ۲۰۱۰ کال تر نیمایي پورې هیڅ کار نه و پيل شوی.

نوموړی چې اوس د غزني د بیا رغونو چارو دکمیسیون مشر دی وایي لا اوس هم نه دی بریالی شوی چې له مالیې وزارت نه د بنسټیزو پروژو بودجه تر لاسه کړي.

خو جرګې ته بلل شوو چارواکو، د ولسي استازو قناعت ترلاسه نه شوای کړی او پرېکړه وشوه چې د ولسي جرګې د فرهنګي چارو کمیسیون به دغزني دبیا رغونې چارې وڅیړي.

دغه راز ولسي جرګې له ولسمشر حامد کرزي نه غوښتنه وکړه چې په دې برخه کې دې مالي ستونزې هوارې کړي.

ورته مطالب