کرزی شنګهای غونډه کې د ګډون لپاره چین ته ولاړ

کرزی او هوجنتاو

افغان ولسمشر حامد کرزی په شنګهای غونډه کې د ناظر ګډون کوونکي په توګه د برخې اخیستو لپار چین ته ولاړ.

وړاند کرزی ویاند ایمل فیضي بي بي سي ته وویل، چې کرزیه د شنګهای غونډه کې د مېلمه په توګه ګډون کوي.

ایمل فیضي وویل، چې تر دې غوڼدې وروسته به افغانستان د شنګهای ټولو غونډو کې د ګډون او وینا کولو حق ولري.

ښاغلی فیضي زیاتوي، چې کرزی به چین کې د ځینو هېوادونو له ولسمشرانو سره دوه اړخیزه غونډې ولري او د جون پر اتمه به د چین له ولسمشر سره د چین-افغانستان د ستراتیژيکو اړیکو په اړه یوه اعلامیه خپره کړي.

د ولسمشرۍ دفتر وايي، د افغانستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو ته دنده ورکول کېږي چې ددواړو هېوادونو ترمنځ د اوږدمهاله ستراتیژیکو اړیکو د سند لپاره خپل کار پیلوي.

د چین مرسته

په پام کې ده چې چین له افغانستان سره شاوخوا شل میلیونه ډالر مرسته وکړي.

نژدې یوه اوونۍ وړاندې د افغانستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر جاوید لودین بي بي سي ته ویلي وو چې له ګاونډي چین سره د ستراتیژیکو اړیکو رامنځ ته کولو پر سر خبرې روانې دي.

نوموړي دا هم ویلي وو چې په راتلونکې اوونۍ کې ولسمشر حامد کرزی چین ته ځي، او له چیني چارواکو سره به ددغو اړیکو پر سر وغږېږي.

چین چې په نړۍ کې مخ پر ودې او ډېر تولیدي هېواد دی، له افغانستان سره د میلیاردونو ډالرو سوداګریزه راکړه ورکړه لري.

افغانستان پرووسږ کال له ګاونډي هند سره ستراتیژيک تړون لاسلیک کړ.

افغانستان له استرالیا، جرمني، امريکا، برتانيا، ايټاليا، فرانسې او هند سره د ستراتيژيکو همکاريو سندونه لاسليک کړي، چې له امريکا سره د سند لاسليکولو يو شمېر ګاونډيان اندېښمن کړي دي.

ورته مطالب