د ارسلا رحماني زوی د پلار ځای ناستی ټاکل کيږي

Image caption د ارسلا رحماني د زوى ټاکنه د خپل ډول دويمه ده.

افغان ولسمشر حامد کرزي د افغانستان د بيلا بيلو ولايتونو له مشرانو سره په يوه غونډه کې وړانديز وکړ چې د وژل شوي مولوي ارسلا رحماني پر ځاى دې د هغۀ زوى وټاکل شي.

په غونډه کې ولایتي مشرانو له ولسمشر کرزي نه وغوښتل چې د ښاغلي ارسلا رحماني د وژل کېدو څیړنه وکړي او وژونکي دي يې ونیسي.

په خپلو خبرو کې ولسمشر کرزي وړانديز وکړ چې د مولوي ارسلا رحماني مشرى زوى محمد عثمان رحماني دې د هغه ځاى ناستى وي.

د ولسمشرۍ دفتر وايي د غونډې برخه والو د ولسمشر دا خبره تاييد کړه.

ولسمشر وويل په هېواد کې د سولې د ټینګښت په لاره کې د مولوي ارسلا رحماني د هڅو قدردانۍ لپاره دې د هغه مشر زوی محمد عثمان رحماني د مشرانو جرګې د غړي او د سولې په عالي شورا کې د خپل پلار د ځای ناستي په توګه وټاکل شي.

د افغانستان د مشرانو جرګې او د سولې د عالي شورا مرستیال مولوي ارسلا رحماني د مۍ د مياشتې په ۱۳ مه نېټه هغه مهال په ډزو ووژل شو چې له کوره پارلمان ته روان وو.

د ارسلا رحماني د زوى ټاکنه د خپل ډول دويمه ده.

څو مياشتې وړاندې د برهان الدين رباني زوى صلاح الدين د هغه پر ځاى وټاکل شو.

برهان الدين رباني په يوۀ ځانمرگي بريد کې وژل شوى و.

ورته مطالب