'شاوخوا اته لکه افغانان وزګار دي'

د انځور حقوق AFP
Image caption د کار د نړيوالې ټولنې په رپوټ کې له نړيوالې ټولنې په کلکه غوښتنه شوې چې تر لږ تر لږه دې د ۲۰۲۴ کال تر پايه په افغانستان کې خلکو ته د کار ميندلو په برخه کې مرسته وکړي.

د کار نړيوالې ټولنې په افغانستان کې خلکو ته د اوږدمهاله کارونو د ميندلو په لورې يون تر سر ليک لاندې په خپل تازه خپور شوي رپوټ کې د دغه هيواد د وزگارو کسانو شمېر تر اتو لکو زيات ښودلى او ويلي يې دي چې د افغانستان شپيته سلنه کاريگر په کرکېله بوخت دي.

خو د دغه رپوټ چمتو کوونکو اندېښنه ښودلې هغه کسان چې کار هم کوي نو کارونه يې دومره لنډمهاله او بې باوره دي چې زړه پرې نه تړل کېږي.

هغوى وايي چې افغان حکومت داسې اوږدمهاله پروژې تر لاس لاندې نه دي نيولې چې پر مټ يې خلک د کار او روزگار خاوندان شي.

د کار د نړيوالې ټولنې په تازه خپور شوي رپوت کې دا هم راغلي چې په کال کې څلور لکه نوي کسان د کار ډگر ته راځي، خو غوښنه برخه يې په هغو کارونو ګومارل کېږي چې اوږدمهاله او باوري نه دي.

شير وريک د کار د نړيوالې تولنې يو کارپوه دى:

لنډمهالي

''البته چې وزگارتيا يوه ريښتينې اندېښنه ده په ۲۰۱۲ کال کې له اته لکو زيات افغانان وزگار دي، موږ د کارونو پر پرڅرنگوالي ټينگار کوو او دا هم غواړو چې کارونه اوږدمهاله او باوري وي، د کار په مارکيټ کې چې موږه کومې ستونزې وينو هغه دا دي چې په تېرو لسو کالو کې دغلته هر څه د لنډ مهال لپاره په پام کې نيول شوي دي، دا رنگه د ظرفيتونو د لوړولو او په کارونو کې د پرمختيا په ډگر کې لږې هڅې شوي دي.''

ښاغلى وريک وايي په افغانستان کې وزگارتيا د ځوانانو او راستنو شويو او ماشومانو لپاره د کارونو نشتوالى هغه څه دي چې دغې ټولنې يې اغيزې پرې ايستي دي، چې له امله يې گڼ افغانان اړوځي چې نورو هيوادونو ته مخه کړي.

د رپوټ چمتو کوونکي له افغان حکومت او نړيوالې ټولنې غواړي چې په دغه هيواد کې دې د ظرفيتونو د لوړولو او د اوږدمهاله پروژو د پلي کولو لپاره مټې رابډوهي.

خو د افغانستان د کار او ټولنيزو چارو وزارت وايي چې هغوى د داسې پروژو لپاره درې څلنه تگلاره چمتو کړې او ادعا کوي چې په پلي کولو سره به يې تر ډيره خلکو ته اسانتياوې برابرې شي.

خو په افغانستان کې د اقتصادي چارو ګڼ کارپوهان د کار د نړيوالې ټولنې له دغې ارزونې سره يوه خوله نه دي او وايي چې تر ډېره داسې ارزونې د ځينو ځانگړو موخو لپاره ترسره کېږي.

اقتصادي کارپوه ګل مقصود ثابت وايي چې لا هم په افغانستان کې د نفوسو کره شمېره نه ده مالومه شوې، نو څنګه کېداى شي چې دغلته دې د وزګارو کسانو کره شمېره په ډاګه شي.

د کار د نړيوالې ټولنې په رپوټ کې له نړيوالې ټولنې په کلکه غوښتنه شوې چې تر لږ تر لږه دې د ۲۰۲۴ کال تر پايه په افغانستان کې خلکو ته د کار ميندلو په برخه کې مرسته وکړي.

دا رنگه د رپوړټ چمتو کوونکو په توکيو کې د جوړېدونکي کنفرانس له برخه والو هم غوښتنه کړې چې له افغانستان سره دې د نړيوالو مرستو په راماتولو کې هڅې وکړي ارو وايي تر هغې پورې چې دغلته خلکو ته د کار کولو اسانتياوې نه وې برابرې شوي، نو هيڅکله به هم دغه هيواد په پښو و نه دريږي.

ورته مطالب