کندهار کې ځانمرګي برید ۲۲ کسان وژلي

کندهار د انځور حقوق BBCPashto.com
Image caption برید له کندهار ښاره پنځلس کیلومتره لیرې د سپین بولدک پر لویه لار شوی دی.

د کندهار سیمه ییز چارواکي وايي، هوايي ډګر ته څېرمه د ګاډو په یوه تمځي کې ځانمرګی برید شوی، چې لږترلږه ۲۲ کسان په کې وژل شوي او نژدې پنځوس نور ژوبل دي.

د کندهار امنیه قومندان جنرال ر ازق بي بي سي ته وویل، برید نن سهار (جون شپږم) شاوخوا لس نیمې بجې له هوايي ډګره یونیم کیلومتر لیرې د ګاډو په تمځي کې دغه ځانمرګی برید وشو.

نوموړی وايي، ځانوژونکي له چاودېدونکو توکو خپل ډک موټرسایکل چوولی دی.

ښاغلی رازق زیاتوي، چې په پېښه کې زیاتره وژل شوي چلوونکي او عام وګړي دي او هېڅ کوم پوځي یا بهرني عسکر ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

کندهار امنیه قومندان دا هم وویل چې برید د هغو ګاډو په تمځي کې شوی، چې بهرنیو ځواکونو اکمالاتي توکي لېږدوي.

د برید ځای له کندهار ښار پنځلس کیلومتره لیرې د سپین بولدک پر لویه لاره پروت دی.

د برید پړه طالبانو منلې ده.

دغې ډلې ادعا کړې، چې لومړی په موټر سایکل سپاره برید کړی او بیا یې له چاودېدونکو توکو خپل ډک واسکټ چوولی دی.

طالبانو دا ادعا هم کړې ده چې په برید کې اته بهرنیان وژل شوي دي.

ورته مطالب