سندر غاړی هماهنګ مړ شو

Image caption ارواښاد سراهنګ په ډېره چټکۍ د خپل خواږه غږ له امله د افغانستان په لرو بر کې مینه وال وموندل.

د افغانستان د موسیقۍ وتلی سندر غاړی حاجي عبدالمحمد هماهنګ تېر ماښام( چارشنبه) د زړه د ناروغۍ له امله له نړۍ سترګې پټې کړې.

هماهنګ په ۱۳۱۶ لمریز کال کې د کابل خواجه خردک په سیمه یا ننني خرابات کې په یوه موسیقي کاره کورنۍ کې نړۍ ته راغلی دی.

نوموړي په ماشتومتوب کې د رحیم بخش، شیدا او سراهنګ په څېر استادانو زده کړه وکړه.

ارواښاد سراهنګ په ډېره چټکۍ د خپل خواږه غږ له امله د افغانستان په لرو بر کې مینه وال وموندل.

هغه په ۱۳۳۶ لمریز کال کې د کلاسیکې موسیقۍ دویمه او په ۱۳۴۲ کال کې دفلکوریک موزیک لومړنۍ جایزه وګټله.

په ۱۳۴۷ لمریز کال کې یې د اوریدونکو له خوا لومړنۍ هنري جایزه ترلاسه کړه او په ۱۳۶۲ کال کې یې د فرهنګ او کلتور د دولتي کميټې له خوا د ښه سندرغاړي لومړنۍ جایزه وګټله.

نوموړی په کورنیو جګړو کې پاکستان ته کډه کولو ته اړشو او په ۲۰۰۱ کال کې بېرته خپل وطن ته ستون شو.

سندر غاړې قمرګلې چې ښاغلی هماهنګ یې له نږدې پيژانده بي بي سي ته وویل، ارواښاد هماهنګ د افغانستان د موسیقي او هنر لپاره یوه لویه ضایعه ده.