له پاکستانه ورېدونکو مرميو پر خلکو کورونه پرېښودل

Image caption رپوټونه وايي تر اوسه په دغو بريدونو کې شاوخوا اوه کسان وژل شوي دي.

د کونړ ولایت هغه اوسېدونکي چې له پاکستان سره پولې ته نژدې اوسیږي شکایت کوي چې د دوی پر سیمو د پولې له هغې غاړې نه د درنو وسلو ډزې کیږي چې له امله یې د خپلو مېنو پریښودلو ته اړ شوي دي.

د ځينو سيمو اوسېدونکي داهم وايي چې له کوره ځکه نه شي وتلى چې په نښه کيږي.

رپوټونه وايي تر اوسه په دغو بريدونو کې شاوخوا اوه کسان وژل شوي دي.

د سرحدي پوليسو چارواکي هم د بريدونو پخلى کوي خو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه وايي.

د ځينو نيوکه دا ده چې د متحدو ايالاتو سره په تړون کې له افغانستان نه د دفاع خبره شته خو دې بريدونو ته غبرګون تر اوسه نه دى ښول شوى.

د پولي د بلې غاړي نه د بريدونو رپوټونه د دې کال له لومړيو، ولسي خلکو راپورته کړی و چې د بې کوره کېدو خبره هم ورسره مله وه.

د خاص کونړ ولسوالۍ د لېرې پرتو سيمو اوسېدونکي وايي دا څوومه ورځ ده، چې د سپکو او درنو وسلو د پرله پسې ډزو له امله له کورونو، نه شي وتلى.

د دغه ځاى اوسېدونکي پر مالي زيان سربېره د دوه کوچنيانو د وژل کېدو هم وايي او له دواړو حکومتونو نه پر ولسي وګړو د نور چپاونو د درېدو غوښتنه کوي.

که څه هم د کونړ امنيتي چارواکي د بريدونو پخلى کوي خو دا نه وايي چې بريد ګر څوک دي.

خو د افغانستان په ختيځ کې د پوله ساتو پوليسو مشر سمونوال ولي خان شينوارى د بريدونو پړه پر پاکستان اچوي او وايي چې د کونړ د سرحدي ولسواليو هغه سيمې په نښه کيږي چې پولې ته نژدې دي.

پر دولتي چارواکو سر بېره ولسي استازي چې په دوبنيو رخصتيو راغلي د ځينو سيمو بېلګې ورکوي چې دوی ليدلي او خلک ېې د بريدونو له امله زيانيدلي دي.

په ولسي جرګه کې د کونړ د خلکو استازى حاجي سخي مشواڼى وايي:

"ما د انګام ولسوالۍ زوړ بول ته سفر وکړ او هر څه مې په خپلو سترګو وليدل. پرون د ناړۍ ولسوالۍ د باټاش په سيمه ، له ۵۰ نه تر ۶۰ مرمۍ راغلي. په ټول سرک باندې ګاډي ويشتل شوي او تر اوسه څلور کسان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي".

پر دغه څه سر بېره د را کډه شوو خلکو سره د نه مرستې له امله هم د ولسي جرګې دا غړى نيوکه لري خو تر ټولو نوې خبره د پولې په دې څنډه کې د انسان ضد ماينونو ښخول يادوي او د متحدو ايالاتو سره په تازه تړون کې د افغانستان نه د دفاع ټکي ته اشاره کوي.

دی وايي ولې د متحدو ايالاتو پوځي چارواکي په دې مساله غلي دي.

د پاکستان حکومت دا کال د ادعا شوو بريدونو په تړاو څه نه دي ويلي خو تېر کال د ورته حالت د پر له پسې والي او د افغانستان د پر له پسې ديپلوماتيک فشار وروسته په بريدونو کې کمى را غلى وو.

اوس هم سيمه یيز چارواکي او د افغانستان حکومت تر دا مهاله پاکستان ته د بريدونو په تړاو شکايت نه دى کړى.

ورته مطالب