کاپیسا کې ځانمرګي برید څلور فرانسوي سرتېري وژلي

ایساف سرتېري د انځور حقوق BBC World Service
Image caption طالبانو ویلي چې برید کوونکی توانېدلی چې د پوځيانو دننه ځان وچووي.

په افغانستان کې مېشتو ایساف ځواکونو ویلي چې د هېواد په ختيځ کې یې څلور پوځيان وژل شوي.

کابل کې د ناټو یوه ویاند کارسټن جیکوبسن بي بي سي ته ومنله چې څلور پوځيان یې په دغه برید کې وژل شوي دي:

''ایساف مني چې د افغانستان په ختيځ کې یې څلور سرتېري په یوه ځانمرګي برید کې وژل شوي. اوسمهال د پېښې په اړه نور جزییات نه شم ورکولی.''

د فرانسې د ولسمشر دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو منلې ده چې وژل شوي فرانسوي سرتېري دي.

فرانسوي ولسمشر فرانسو اولاند ددفاع وزیر ژان ایو لودرین افغانستان کې د فرانسوي سرتېري له وژل کېدو وروسته افغانستان ته استولی دی.

په یاده اعلامیه کې راغلي چې برید کې پنځه نور سرتېري ټپیان شوي، چې وضعیت یې ناوړه ښودل شوی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي برید کوونکي چادري پرسرکړې وه او د بهرنیو ځواکونو کاروان ته په نژدې کېدو یې چاودېدونکي توکي وچوول.

پر همدې مهال وسله والو طالبانو ویلي چې د کاپیسا نجراب ولسوالۍ مرکز ته څېرمه یې برید لږترلږه ۱۲ فرانسوي سرتېري وژلي دي.

د طالبانو اعلامیه وايي، دغه پوځيان په یوه ځانمرګي برید کې وژل شوي.

اعلامیه کاږي، برید د شنبې پر سهار نژدې لس بجې نجراب ته نژدې پر هغو پلی فرانسوي سرتېرو شوی، چې په ډله ییزه ډله روان وو.

طالبان ادعا کوي، چې په برید کې له بهرنیو سرتېرو مل څلور افغان سرتېري هم وژل شوي.

خو ددوی دا ادعا تر اوسه چا په رسمي توګه نه ده تایید کړې.

طالبانو ویلي چې برید کوونکی توانېدلی چې د پوځيانو دننه ځان وچووي.

فرانسه د ناټو چوکاټ کې د ایساف تر چتر لاندې پنځم لوی هېواد دی چې افغانستان کې شاوخوا ۳۳۰۰ سرتېري لري.

له ۲۰۰۱ راهیسې افغانستان کې د فرانسې ټول ټال ۸۷ سرتېري وژل وي.

په تېره جنورۍ کې د څلورو فرانسوي پوځيانو وژل کېدو د فرانسې مخکنی ولسمشر نیکولا ساغکوزی اړ کړ چې له افغانستانه د ۲۰۰۳ کال ترپایه د خپلو سرتېرو د ایستلو اعلان وکړي.

ورته مطالب