ناټو د لوګر پر ولسي وژنې بښنه وغوښته

جان الن په لوګر کې د انځور حقوق
Image caption جان الن وویل: ''نن زه دلته له تاسې څخه د بښنې غوښتلو لپاره راغلی یم.''

افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قومندان په لوګر ولایت کې درې ورځې وړاندې د ناټو بمبارۍ کې د ۱۸ ولسي وګړو په وژنې بښنه غوښتې ده.

د تېرې چارشنبې په ورځ (غبرګولي ۱۷) ناټو د لوګر برکي برک ولسوالۍ په سجاوند کلي بمبار وکړ، چې د ماشومانو او ښځو په ګډون یې لږترلږه ۱۸ ولسي وګړي ووژل.

که څه هم ناټو مخکې ویلي وو چې وژل شوي اورپکي دي، دا لومړۍ ځل دی چې ناټو د ولسي وګړو وژنه مني.

افغان چارواکو ویلي چې د ناټو د تېرې چارشنبې په برید کې ۱۸ ولسي وګړي وژل شوي.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د ناټو دا هوايي برید او د ولسي وګړو وژنه یو "نه جبیره کېدونکی" عمل بللی دی.

افغانستان کې د ناټو ځواکونو قومندان جنرال جان الن په تېره جمعه لوګر ته تللی و، او هلته یې له سیمه ییزو مشرانو او د وژل شوو له کورنیو سره و کتل.

د وژل شوو کورنیو له ناټو د برید د عاملینو د محاکمې غوښتنه کوله، خو جنرال الن ژمنه وکړه، چې د سیمې د خلکو لپاره به ګټور کارونه وکړي.

د پل علم په یوه پوځي اډه کې راغونډو شوو سیمه ییزو خلکو ته جنرال جان الن وویل: "پوهېږم چې هېڅ بښنه د وژل شوو ماشومانو او ولسي وګړو ژوند نه شي ستنولی، خو له تاسې غواړم چې زما بښنه ومنئ او موږ به د وژل شوو له کورنیو سره مرسته وکړو."

وړاندې په لوګر کې قومي مشرانو او چارواکو بي بي سي ته ویلي د ناټو د برید په ځای کې د طالبانو ځینې قومندانان راټول شوي وو.

ایساف تر برید وروسته پخپله اعلامیه کې ویلي وو چې له یاد کلي څخه ددوی پر پوځيانو ډزې وشوې.ناټو له هوايي ځواکه د بمبار غوښتنه وکړه.

راپورونه وايي چې په دغه کور کې د جمعې ورځې د واده لپاره مېلمانه ورغلي وو.

ورته مطالب