"څارنوالۍ فساد سره مبارزه کې همکاري نه کوي"

د انځور حقوق Getty
Image caption ښاغلی لودین وايي، د دوی د ادارې سره د دولتي اداراتو، نه همغږي، د فساد پر وړاندې مبارزه له ستونزو سره مخامخ کړې.

د افغانستان د فساد پر وړاندې د مبارزې د عالي ادارې مشر عزیزالله لودین، د هېواد لوی څارنوال دوی سره په نه همکارۍ تورن کړ.

ښاغلی لودین وايي، د دوی د ادارې سره د دولتي اداراتو، نه همغږي، د فساد پر وړاندې مبارزه له ستونزو سره مخامخ کړې.

نوموړي وویل که دولتي ادارې د فساد پر وړاندې د مبارزې له عالي ادارې سره همکاري ونه کړي، د دې ادارې شتون به ګټور نه وي.

د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د عالي ادارې مشر عزیزالله لودین، له امریکا نه تر ستنېدو وروسته په لومړیو څرګندونو کې، هغه ګنګوسې چې له هېواده د هغه د تېښتې په اړه موجودې وې، رد کړې.

نوموړي د دې موضوع د خپرولو په برخه کې په ځینو رسنیو نیوکه وکړه.

ښاغلی لودین وایي، اداره یې د ځمکو د غاصبانو پر وړاندې خپلې مبارزې ته دوام ورکوي خو ځینې بنسټونه ورسره په دې لار کې مرسته نه کوي.

د افغانستان لویه څارنوالۍ یو له هغو ادارو نه ده چې ښاغلي لودین پرې تور ولګاوه چې د فساد پر وړاندې د مبارزې له عالي ادارې سره همکاري نه کوي.

"پرته له دې چې دوسیې څارنوالۍ ته ولیږو بله څه چاره لرو؟ ما دا دوسیه په ۸۵ کال کې څارنوالۍ ته لیږلې وه، خو ښاغلی نظري په دې دوسیه منکر دی او وایي چې دا دوسیه موږ ته نه ده رارسیدلې. ښه ښاغلی نظري که دا دوسیه تا ته نده رسیدلې نو ولې دلته ستا له لوري د هرات، ننګرهار او کابل څارنوالیو ته لیکل شوي چې د عبدالمجید خان جایدادونه له هر چا سره چې دي ترې واخلﺉ او د دولت تر تصرف لاندې یې راولﺉ؟ ما تل هڅه کړې چې څارنوالۍ سره ښې اړیکې ولرم، ځکه که داسې وکړو نو په آسانۍ سره بریالي کېدای شو"

دغه راز د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د عالي ادارې مشر ټینګار وکړ چې د ډیریو لوړپوړو چارواکو دوسیې په اختیار کې لري چې هغوی د دولتي ځمکو په غصبولو تورنوي.

د انرژۍ او اوبو لګولو وزیر محمد اسماعیل خان او د هرات ښاروال محمد سلیم تره کي هغه دولتي چارواکي دي چې په دې وروستیو کې د ښاغلي لودین له خوا د سلګونو جریبه ځمکو په غصبولو تورن شوي.

که څه هم اسماعیل خان په ځان لګېدلي تورونه رد کړي او پلویانو یې د ښاغلي لودين پر وړاندې په لاریونو لاس پورې کړی، خو ښاغلی لودین وایي، موثقه اسناد لري چې د اسماعیل خان او د هرات د ښاروال له خوا په هرات کې د سلګونه جریبو غصبول ثابتوي.

دا په داسې حال کې ده چې مرستندویه هېوادونو د افغانستان په دولتي ادارو کې د اداري فساد شتون او د هغې سره د مبارزې لپاره د دولت کمزورتیا، د ښاغلي کرزي ستره ناکامي بلي او تل یې خبرداری ورکړی چې که ښاغلی کرزی د اداري فساد پر وړاندې جدي مبارزه ونه کړي نو افغانستان سره به خپلې مرستې ودروي.

ورته مطالب