'د الشباب ډلې لیکو کې افغانان نه جنګېږي'

الشباب اورپکه ډله د انځور حقوق reuters
Image caption الشباب یوه ترهګره ډله ده چې افریقا کې فعالیت کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د نیجر د ولسمشر هغه وروستۍ څرګندونه رد کړې چې وايي ځینې افغانان د افریقايي ترهګرو په لیکو کې جنګېږي.

د نیجر ولسمشر محمد ایسوفو ویلي وو چې ځینې افغانان او پاکستانیان د مالي هېواد په شمال کې د اورپکۍ پر وسله واله روزنه بوخت دي.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي داسې ثبوت یې نه دی موندلی چې ګني د افریقايي اورپکې ډلې د ننه دې افغانان هم جنګېدلي وي.

ددغه وزارت ویاند جانان موسی زي بي بي سي ته دا رپوټ هم رد کړ چې ګني افغانستان کې ځینې مخکني جنګېدلي اورپکي افریقا ته رسېدلي او ځانونه یې افغانان معرفي کړي دي.

خو د نایجریا په لاووس ښار کې خبریال شعیب عثمان افریقا کې د اورپکو په ډلو کې د افغانانو شتون ردوي.

د نوموړي په وینا، د ''الشباب'' اورپکه ډله، چې ځان د القاعدې یوه برخه بولي، د بېلابېلو هېوادونو له وګړو جوړه شوې، چې په سومالیا، مالي نیجر او ځینو نورو افریقايي هېوادونو کې فعالیت لري:

''الشباب یوه ترهګره ډله ده چې افریقا کې فعالیت کوي، او له القاعدې شبکې سره، (چې بنسټګر یې اسامه بن لادن و) اړیکه لري. اسامه افغانستان کې ترهګر روزل. شاید ددوی ځینې کسان له افریقايي ترهګرو ډلو سره یوځای شوي وي.''

د ښاغلي عثمان په وینا، د ایډیالوژۍ او ددغو کسانو ترمنځ د مشترکې مفکورې پربنسټ، شاید په دې ډله کې د افغانستان په ګډون د ډېرو هېوادونو وګړي وي.

د افغانستان حکومت هېواد کې د ازبک، عربو، پاکستاني او چیچینیايي اورپکو د شتون خبره کړې ده.

دوی وايي چې دغه بهرني ترهګر د حکومت ضد ترهګریز فعالیتونه کوي.

خو دا لومړی ځل دی چې یو افریقايي حکومت د یوه افریقايي هېود په شمال کې د افغان اورپکو د شتون او فعالیت ادعا کوي.

ورته مطالب